د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود د جولای پر ۲۷مه له یوه لوړپوړي پلاوي سره اسلام اباد ته ورځي.
وزارت د جولای پر ۲۶مه په بیان کې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل سعودي سیال ته د سفر بلنه ورکړې.
بیان وايي، دواړه لوري به په ملاقات کې پر دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې پر حالاتو غږېږي.