د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۵۱ هېوادونو وزیران د اب و هوا پر بدلون غږېږي


پوهان وايي، د نړۍ د تودوخې درجې لوړېدو له وجې په شمالي قطب کې واورین غرونه وېلي کېږي - انځور له ارشیفه
پوهان وايي، د نړۍ د تودوخې درجې لوړېدو له وجې په شمالي قطب کې واورین غرونه وېلي کېږي - انځور له ارشیفه

د امریکا، هند او چین په ګډون د ۵۱ هېوادونو د اب و هوا او ماحولیاتي چارو وزیران په برتانیا کې غونډه کوي.

د جولای ۲۵مې غونډه پر داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې ، په نومبر کې په ګلاسګو ښار کې د ملګرو ملتونو د اب و هوا بدلون ۲۶م کنفرانس وشي.

د برتانیې حکومت په یو بیان کې ویلي چې د ریاستي چارو وزیر الوک شرما په غونډه کې د ګلاسګو کانفرنس په اړه د یو شان دریځونو خپلولو او یوه پلان د جوړولو هیله ښوولې.

شرما د دوه ورځنۍ غونډې مشري کوي او د برتانیې حکومت وايي چې په دې غونډه کې پر هغو مهمو مسلو خبرې کېږي چې باید د نومبر په سرمشریزه کې هوارې شي.

الوک شرما وايي، د اب و هوا بدلون مخنیوي لپاره پر یو دریځ د ټولو هېوادونو سلا کېدل اړین دي - انځور له ارشیفه
الوک شرما وايي، د اب و هوا بدلون مخنیوي لپاره پر یو دریځ د ټولو هېوادونو سلا کېدل اړین دي - انځور له ارشیفه

الوک شرما ویلي چې نړۍ له سختو حالاتو سره مخامخ ده چې د مستقبل د خوندیتوب یوازینۍ لار یې پر یو دریځ د ټولو هېوادونو سلا کېدل دي.

د غونډې هدف د نړیوالې تودوخې کچ تر صنعتي انقلاب مخکې حالت ته ستنول دي. دوی غواړي چې نړیواله تودوخه تر ۱.۵ ډېګري سینټيګریډ زیاته لوړه نه شي.

په غونډه کې به د اب و هوا بدلون مخنیوي په اړه د ۲۰۱۵ز کال د پاریس موافقې د عملي کولو لپاره اصولو ته د وروستي شکل ورکولو په اړه هم خبرې کېږي.

امکان دی چې په نومبر کې د ګلاسګو په غونډه کې د اروپايي ټولنې او د ۱۹۶ هېوادونو استازي، کاروباریان، څېړونکي او چارواکي ګډون وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG