د روس د انتخاباتو کمېشن د کمونیسټ ګوند کانديد د ۲۰۲م کال په سیپتمبر کې له کېدونکو پارليماني ټاکنو منع کړی دی.
کمېشن د جولای په ۲۴مه وويل چې پر پاويل ګرودينين دا بنديز ځکه لګول شوی چې د حکومت استغاثې دفتر یې په بهر کې اثاثې موندلې دي.
ګرودينن چې يو مالداره تجار دی او د زراعت کاروبار لري، دا تورونه رد کړي دي. د نوموړي ګوند د دې پرېکړې په خلاف عدالت ته د تللو ويلي دي.
ګرودينن هغه سیاستوال دی چې د ۲۰۱۸ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې یې ولسمشر ويلاديمير پوتين چېلنج کړی وو او د ۱۲ فېصده رايو په اخیستو سره په دویم نمبر راغلی وو.
تر دې ټاکنو وروسته سرکار پلوه رسنيو هغه خپل هدف وګرځاوه او کاروبار ته یې قانوني مسلې جوړې شوې.