په بلوچستان کې د ماينونو د معاينې چارواکي وايي چې د جولای پر ۲۴مه د هرنايي په ښارګه سیمه کې د سکرو په یو کان کې د زهرجن ګیسونو جمع کيدو له امله څلور کان کېدونکي وژل شوي دي.
د امدادي کارکوونکو په خبره د څو ساعتونو د هلو ځلو پس د دغو مړو شوو کان کیندونکو جسدونه را ايستل شوي دي.
چارواکي وايي چې دا مړه شوي کان کیندونکي د بلوچستان د قلعه عبدالله ضلعې او خيبر پښتونخوا دي.
په کوټه کي د پاکستان ماين لېبر فیډریشن مشر سلطان لالا وايي، په روان کال کې د بلوچستان د کويلې په کانونو کې په رامنځته شویو پېښو کي تر ۶۰ زیات کان کیندونکي وژل شوي دي.
د دوی په وینا، د دې لوی علت د سکرو په زیاتره کانونو کي د حفاظتي انتظاماتو نشتوالی دی.