د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د ۴۰۰۰ ډایریکټرېت افسرانو احتجاج دوام لري


احتجاج کوونکو ځیني افسرانو مشال راډیو ته دا هم ویلي چې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان ورله د دوی د غوښتنو منلو ډاډګېرنه ورکړې ده. (انځور: د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ دی)

په خیبر پښتونخوا کې د خپلو تنخاګانو زیاتولو لپاره د ډایریکټرېت په کچه د ۴۰۰۰ سرکاري افسرانو احتجاج دوام لري.

د احتجاج کوونکو افسرانو تنظیم وايي، په تنخاګانو کې د ۱۵۰ فیصده اضافې منظورولو لپاره به یې احتجاج اوس تر اختر وروسته هم دوام لري.

د یاد تنظیم مشر امین خان د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت د روان مالي کال په بجټ کې له ۱۴ زره لوړپوړو افسرانو څخه د ۱۰ زره په تنخاګانو کې اضافه کړې او ۴۰۰۰ زره یې پرېښي دي.

ده وویل، " ټوله صوبه کې له ۱۷ تر ۲۱ ګرېډه ۱۴ زره افسران دي او د ۱۰ زرو افسرانو په میاشتنیو تنخاګانو کي اضافه شوې ده، د چا تنخوا ۵۰ زره، د چا هغه ۶۰ زره او د چا هغه ۸۰ زره زیاته شوې ده، خو زموږ د ۴۰۰۰ زرو هغه نه ده زیاته شوې."

امین خان وویل چې دا حکومت د ۱۰ زرو افسرانو تنخا زیاتولای شي نو زموږ د پاتې ۴۰۰۰ زرو هغه هم زیاتولای شي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو د محکمې اسسټنټ ډایریکټر عطاالله خان وايي چې ترڅو د دوی غوښتنې نه وي منل شوې تر هغې به په دفترونو کي د دوی کاربندیز دوام لري.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "په ۳۴ ډایریکټرېټونو کې کار کوونکي له ګرېډ ۱۷ واخله تر ګرېډ ۲۱ پورې د صحت ، تعلیم، اطلاعاتو او نور محکمو لوړپوړي افسران په دې احتجاج کې شامل دي، اته ورځې موږ په دفترونو کي د احتجاج په توګه کار نه دی کړی او وړاندي به هم زموږ دا احتجاجي کاربندیز دوام لري او هیڅ سرکاري دستاويزات به نه لاس لیکوو."

ده وویل دا پلان هم لري چې په ضلعو کي د محکموکارکوونکي افسران هم کار نه کولو ته وهڅوي.

احتجاج کوونکو ځیني افسرانو مشال راډیو ته دا هم ویلي چې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان ورله د دوی د غوښتنو منلو ډاډګېرنه ورکړې ده خو حکومتي چارواکو لا په رسمي توګه تر اوسه د دې ۴۰۰۰ افسرانو د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG