د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا ۱۴۲۵ نور کسان نیولي


حکومتي چارواکي پر ولس غږ کړی چې د اختر پر مهال احتیاطي لارښوونې عملي کړي. انځور - ارشیف

له دې سره په هغه هېواد کې تېر کال په مارچ کې د وبا له پیل راهیسې د ټولو وړجنو کسانو رسمي شمېر تر یو میلیون واوښت.

د کورونا وایرس وبا په اړه حکومتي ووبپاڼې د جولای پر ۲۳مه سهار وویل چې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ کسان وژلي دي چې ورسره د مړو ټول شمېر ۲۲۹۳۹ ته لوړ شوی دی.

خو د وبا له پیل راهیسې تر نهه لکه ۲۰۰۰۰ زیات کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

ووبپاڼې دا ارقام پر داسې مهال خپاره کړي چې د وبا د څار ملي ادارې خبرداری ورکړی دی چې د کورونا وایرس ډېلټا یا هندۍ بڼې هېواد د وبا د څلورمې څپې له خطر سره مخامخ کړی دی.

د پاکستان ولسمشر او وزیراعظم د جولای پر ۲۱مه په پیغامونو کې پر ولس غږ وکړ چې د اختر پر مهال احتیاطي لارښوونې عملي کړي.

د کورونا وایرس ډېلټا بڼې په اړه ویل کېږي چې د وایرس د نورو اشکالو پرتله په چټکۍ خپرېږي او د نړیوالو روغتیايي چارواکو په وینا تر اوسه شاوخوا ۸۵ ته هېوادونو خپره شوې چې پکې تر ټولو زیاتې پېښې په برتانیا، پرتګال او جنوبي افریقا کې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG