د ایمزون شرکت بنسټګر او د نړۍ تر ټولو شتمن کس جېف بېزوس خلا (فضا) ته بریالی سفر وکړ او ځمکې ته ستون شو.
امریکایي بېزوس د جولای پر ۲۰مه له خپل ورور مارک بېزوس، د هوايي چلند له مخکښې ۸۲ کلنې والي فانک او ۱۸ کلن هالینډي ځوان اولېور دایمن سره په خپله فضايي بېړۍ کې فضا ته ولاړ.
دا بېړۍ په عمودي ډول د الوتو او ښکته کېدو وړتیا لري.
بېزوس او ملګرو یې په خپل لومړي خلايي سفر کې د ځمکې او فضا ترمنځ پر څنډه ۱۰ دقیقې او ۲۰ ثانیې تېرې کړې.
د نیو شېپرډ په نوم فضايي بېړۍ چې د بېزوس په پانګه جوړه شوې، تر خپل لومړني فضايي سفر وروسته د جولای پر ۲۰مه د ټېکسس ایالت پر یوه دښته کښېناسته.