د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني‌بلاګر وقاص ګورايا د مرګ چل جوړونې په تور نیول شوی تن عدالت ته وړاندې شو


د لندن د اولډ بېري عدالت د جولای پر ۱۹مه وويل چې نيول شوی تن ګوهر خان نومېږي او د نامعلومو کسانو سره د ګورايا د وژنې چل جوړولو تور پرې پورې دی.
د لندن د اولډ بېري عدالت د جولای پر ۱۹مه وويل چې نيول شوی تن ګوهر خان نومېږي او د نامعلومو کسانو سره د ګورايا د وژنې چل جوړولو تور پرې پورې دی.

د لندن په يو عدالت کې يو پاکستانی نژاده برتانوی د پاکستاني بلاګر وقاص ګورايا د مرګ چل جوړونې په تور کې لومړنۍ مقدمې ته وړاندې شوی دی.

ګورايا د خپلې خوښې په جلاوطنۍ کې په نیدرلېنډز کې ژوند کوي. هغه پر مذهبي سختدریځو او پاکستاني پوڅ د تنقيد لپاره مشهوره دی.

د لندن د اولډ بېري عدالت د جولای پر ۱۹مه وويل چې نيول شوی تن ګوهر خان نومېږي او د نامعلومو کسانو سره د ګورايا د وژنې چل جوړولو تور پرې پورې دی.

د مشرقي لندن ۳۱ کلن اوسېدونکی، ګوهر خان تېره مياشت نيول شوی وو او د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې به پرې باقاعده مقدمه چلېږي.

د نيدرلېنډز پولیسو د فرورۍ په مياشت کې ګورایا ته خبرداری ورکړی وو چې ژوند ته یې جدي خطر موجود دی.

نوموړی له همغه راهیسې پټ دی. د مخې ته راغلو معلوماتو ترمخه، ګوهر خان په همدغه مياشت کې له لندن څخه امسټرډام ته په يو ټرېن کې تللی وو. بیا وروسته یې د ګورايا د هستوګنې د ځای معلومولو لپاره يو موټر کرايه کړی وو.

د خبریالانو د حقونو لپاره کار کوونکې، د بې سرحده خبريالانو نړيوالې ادارې په يوه خبرپاڼه کې د برتانيه او نيدرلېنډز پر پولیسو تينګار کړی چې له ګوهر خان سره په دې پلان کې شريک نور کسان دې پېدا او که ضرورت وو په يورپ کې دې له پاکستاني ديپلوماتانو هم پوښتنې وکړي.

د يادونې ده چې کله ګورايا په پاکستان کې اوسېده نو په ۲۰۱۷ز کال کې د څو اونيو لپاره تښتول شوی وو.

نوموړي د دې تښتونې تور د پاکستاني پوځ سره تړلې حکومتي ادارې لګولی وو. د ۲۰۲۰ز کال په فرورۍ کې د نيدرلېنډز په روټرډام ښار کې دوه کسانو ګورايا وهلی وو.نوموړي ويلي چې دغه حمله د پاکستان جاسوسي ادارې له طريقو سره سمون خوري.

تر اوسه پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دې ويلي.

د بې سرحده خبريالانو په خپله خبرپاڼه کې د ساجد حسېن يادونه هم کړې ده چې يو بلوچ خبريال وو او د ۲۰۲۰ز کال په مارچ مياشت کې په سويډن کې لادرکه شوی وو.

سوېډن هغه سياسي پناه ورکړې وه خو تر لادرکې يوه میاشت وروسته یې مړی له يوه سينده وموندل شو. که څه هم د سويډن چارواکو دا قتل نه وو بللی خو بې سرحده خبريالانو ادارې ويلي چې ګڼې نښې شته چې هغه وژل شوی وو.

د ۲۰۲۰ز کال په دیسمبر کې د يوې بلوچ فعالې او د پاکستان پر امنيتي ادارو د تنقيد لپاره مشهورې مېرمن مړی هم تر لادرکه کېدو وروسته موندل شوی وو.

دا کريمه بلوچ وه چې د کينيډا په ټورنټو کې د دیسمبر پر ۲۰مه غېبه او دوه ورځې وروسته یې مړی د يو سيند پر غاړه وموندل شو. پولیسو د هغې په مرګ کې مشکوک څه نه وو ليدلي خو دا یې هم نه وو ويلي چې هغه څنګه سيند ته لوېدلې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG