د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړي کې د خبر یالانو ، چارواکو او بشري حقونو د فعالانو په موبایلونو جاسوسي شوې: رپورټ 


بلخوا د فرانس پریس او رويټرز خبري اژانس ليکي چې په دې فهرست کې د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان يو پخوانی ټيليفوني نمبر هم شامل وو. 
بلخوا د فرانس پریس او رويټرز خبري اژانس ليکي چې په دې فهرست کې د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان يو پخوانی ټيليفوني نمبر هم شامل وو. 

د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې سیاستوالو او د رسنیو د حقونو ډلو پر هغه نوي رپورټ سخته غوصه څرګنده کړې چې پکې راغلي چې د اروپايي ټولنې د یو غړي هيواد په ګډون يو شمیر حکومتونو د اسرايیل له خوا د جوړ شوی یو سافټ ویير په وسیله په نړي کې د خبر یالانو ، چارواکو او بشري حقونو د فعالانو د سمارټ موبایلونو جاسوسي کړې ده.

د جولای په ۱۸مه د ۱۷ رسنیزو ادارو او د منظمه جرمونو او درغليو د رپورټ کولو پروژې لخوا خپور شوي رپورټ کې د دې "سپاي وير" ریښې اسراييل میشته - اين ايس او - ډلې سره تړلي او تور يې پرې لګولی چې د جاسوسۍ دا سافټ وير يې حکومتونو ته ورکړی دی.

د دوی په وینا، له ۵۰ زره زياتو هغو ټليفون شمېرو لېسټ موندلی چې له ۲۰۱۶م کاله راهیسې يې د هېکولو یا پر کاروونکو یې د جاسوسۍ لپاره غوره شوې وې.

بلخوا د فرانس پریس او رويټرز خبري اژانس ليکي چې په دې فهرست کې د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان يو پخوانی ټيليفوني نمبر هم شامل وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG