د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس، تاجکستان او ازبکستان د افغان پولې په اوږدو کې پوځي مشقونه کوي


د ۲۰۱۷ کال تصویر: روسي او تاجک پوځيانو هغه مهال هم شريک پوځي مشقونه کړي وو.
د ۲۰۱۷ کال تصویر: روسي او تاجک پوځيانو هغه مهال هم شريک پوځي مشقونه کړي وو.

د روسي پوځ د مرکزي زون قومندان جنرال الکساندر لاپین وايي روس، تاجکستان او ازبکستان به د افغانستان د پولې په اوږدو کې پوځي تمرینونه ترسره کړي.

هغه د جولای په ۱۹مه رسنیو ته ویلي چې دا ګډ پوځي مشقونه به د تاجکستان د حرب میدان په پوځي اډه کې د اګست له پنځمې تر لسمې پورې ترسره شي. جنرال لاپین ویلي د تمرینونو پر مهال به پوځیان په هغو هڅو متمرکز وي چې د متحدینو په خاوره د ناقانونه وسله والو د مداخلې د مخنیوي لپاره اړین دي.

د روسي پوځ د مرکزي زون د مطبوعاتو څانګې ویلي چې غرنیز زغروال ګاډي، ټانکونه او توپخانه يي ډلې او خاص ځواکونه به په دې تمرینونو کې برخه واخلي.

اخوا ترکمنستان هم د افغانستان پولي ته د درنو وسلو، هیلي کوپټرو او الوتکو د ورلېږلو چاره جاري ساتلې ده. د تازه راپورونو له مخې له سرحدي سیمې مري نه حکومتي کارکوونکو په تېره بیا قومندانانو، څارنوالوانو، پولیسو او نورو چارواکو خپلې کورنۍ د هېواد مرکزي سیمو ته استولي چې لا یې د خلکو اندېښنې زیاتې کړي.

د افغانستان په شمال کې د طالبانو له خوا د ځينو سيمو تر نيولو وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونه له امنیتي حالته اندېښمن دي او ټینګار یې کړی چې د هر ډول ګواښ د ځواب لپاره به لازم تیاری نیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG