په پاکستان کې له کورونا وایرسه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر له ۲۲۸۰۰ واوښت.
د دې وايرس په اړه د پاکستان حکومتي وبپاڼې د جولای په ۱۹مه ليکلي چې په تېر يو شواروز کې نور ۳۰ کسان له يادې ناروغۍ مړه شوي.
همداراز په تېرو ۲۴ ساعتو کې نورې ۲،۴۵۲ تازه پېښې ثبت شوې دي چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر شاوخوا نهه لکه ۹۲ زره ته رسيدلی دی. خو په دې هېواد کې له نهه لکه شل زره څخه زيات کسان له کورونا وايرسه رغېدلي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جولای ۱۴مې راهيسې هره ورځ په دغه هيواد کې د دوو زرو نه زيات مثبت کيسونه مخې ته راروان دي.
حکومت پر خلکو غږ کړی چې د اختر په ورځو کې دې له يوه بله فاصله وساتي، ماسک دې واغوندي او د کورونا وایرس واکسين دې وکړي.