د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د روزنیز کیمپ دویم پړاو پای ته ورسېد


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم یو شمېر لوبغاړي - انځور له ارشیفه
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم یو شمېر لوبغاړي - انځور له ارشیفه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د روزنیز کیمپ دویم پړاو پای ته ورسېد.

دا روزنیز کیمپ د کرکټ نړیوالې شورا د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د لوبو ترڅنګ د روان کال يو شمېر نورو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لپاره د چمتووالي په موخه په پلازمېنه کابل کې جوړ کړی وو چې د جولای پر ۱۷مه پای ته ورسېد.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د جولای پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل چې دغه کیمپ د جولای پر شپږمه پیل شوی وو چې د ملي لوبډلې ۲۸ لوبغاړو پکې برخه واخیسته.

د نوموړي په وینا، په کیمپ کې د مشر روزونکي لانس کلوزنر، نورو نړیوالو روزونکو او د اتو افغان روزونکو له خوا د لوبغاړو د توپ اچونې، توپ وهنې او ډګر ساتنې په برخو کې پر مهارتونو کار وشو.

دغه شان په کیمپ کې د ملي لوبغاړو ترمنځ د دوو لوبډلو تر جوړولو وروسته درې خپل منځي تمریناتي سیالۍ هم وشوې.

د دغه کیمپ لومړی پړاو د جون پر ۱۰مه د شاوخوا ۳۰ لوبغاړو ترمنځ جوړ شوی وو چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG