د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند افغانستان ته ۱۵۰،۰۰۰ ټنه غنم ورکوي


هند د ۲۰۲۰ز کال په اپرېل کې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته غنم لېږدولي ول
هند د ۲۰۲۰ز کال په اپرېل کې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته غنم لېږدولي ول

د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي، هند له هغه هېواد سره د ۱۵۰،۰۰۰ ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې ده.

ارګ د جولای پر ۱۵مه په بیان کې لیکلي، دا ژمنه د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر په تاشکند کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر وخت کړې.

هند تر دې مخکې د ۲۰۲۰ز کال کې هم افغانستان ته ۷۵،۰۰۰ میټرک ټنه غنم ډالۍ کړي ول.

ټاکل شوې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په نړیواله غونډه کې د منځنۍ او جنوبي اسیا او سیمه ییز اقتصادي اتصال موقعو ستونزو پر موضوع خبرې وشي.

د جولای ۱۶مې غونډې ته د پاکستان وزیراعظم عمران خان او افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون تر ۴۰ زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشران او استازي ورغلي دي.

ارګ ماڼۍ د هند د بهرنیو چارو وزیر په حواله زیاته کړې چې نوی دلی يې په افغانستان کې د نظام د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا په برخه کې خپلې همکارۍ جاري ساتي.

اخوا د پاکستان په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي عمر داودزي مشال راډیو ته ویلي چې تمه ده ولسمشر غني د جولای پر ۱۶مه په تاشکند کې له پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره وګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG