د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاشکند غونډه کې د سیمه ییز اتصال تر څنګ د افغانستان پر حالاتو خبرې کېږي


افغان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۲۱ز کال د جولای پر ۱۵مه تاشکند ته ورسېد.
افغان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۲۱ز کال د جولای پر ۱۵مه تاشکند ته ورسېد.

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په نړیواله غونډه کې د منځنۍ او جنوبي اسیا او سیمه ییز اقتصادي اتصال موقعو ستونزو پر موضوع خبرې کېږي.

د جولای ۱۶مې غونډې ته د پاکستان وزیراعظم عمران خان او افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون تر ۴۰ زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشران او استازي ورغلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۴مه په بیان کې ویلي چې له وزیراعظم سره په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر فواد چودري، د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید او نور چارواکي شامل دي.

اخوا د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رییس دوا خان مینه پال د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، ولسمشر د تاشکند په دوه ورځني سفر کې د منځنۍ او جنوبي اسیا "د منطقوي اتصال په ناسته" کې د ګډون تر څنګ له خپل ازبک سیال شوکت میرضیایېف او نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو غږېږي.

خو د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو استازو ویلي دي چې د غونډې په څنډو کې د افغانستان پر حالاتو خبرې کوي. د جولای پر ۱۴مه د شانګهای همکاریو سازمان غونډه هم تر ډېره د افغانستان حالاتو ته ځانګړې شوې وه.

واشنګټن وايي چې د تاشکند په غونډه کې د امریکا د پلاوي مشري د سپینې ماڼۍ د کورني امنیت سلاکاره الېزبېت شېروډ رانډال کوي.

د اسوشیېټېډ پرېس اژانس په وینا، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ښايي غونډې ته ورشي او امریکایي پلاوی به د مرکزي اسیا د پینځو هېوادونو د مشرانو ترڅنګ د اتریش (اسټریا)، چېک جمهوریت، هنګري، سلواکیا او سلووینیا له مشرانو سره د افغانستان پر امنیتي حالاتو وغږېږي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د تاشکند غونډې ته ورغلی دی - انځور له ارشیفه
د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د تاشکند غونډې ته ورغلی دی - انځور له ارشیفه

اروپایي ټولنه هم په غونډه کې د ګډون تر څنګ د افغانستان د امنیت پر موضوع بحث کول غواړي. د دې ټولنې د بهرنۍ او امنیتي تګلارې مشر جوزېف بورېل د جولای پر ۱۲مه په برسلز کې وویل چې د تاشکند په غونډه کې به له افغان چارواکو سره دا وڅېړي چې څنګه د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکولی شي. "د افغانستان وضعیت به، که هلته د لویدیځ پوځیان پاتې کېږي یا ترې ووځي، بل ډول وي. خو دا د امریکا پرېکړه ده چې د لویدیځ نورو هېوادونو تعقیب کړه او موږ دې ته ګورو چې څنګه د خپلو پوځیانو له حضور پرته د افغان حکومت ملاتړ کولی شو."

ټاکل شوې چې بورېل په ازبکستان کې له افغان ولسمشر غني سره وګوري.

جوزف بورېل وايي، اروپايي ټولنه د بهرنیو سرتېرو د حضور پرته د افغان حکومت د ملاتړ پر لارو چارو غور کوي - انځور له ارشیفه.
جوزف بورېل وايي، اروپايي ټولنه د بهرنیو سرتېرو د حضور پرته د افغان حکومت د ملاتړ پر لارو چارو غور کوي - انځور له ارشیفه.

په وروستیو کې چې طالبانو په شمال کې د یو شمېر ولسوالیو د نیولو دعوې وکړې نو د منځنۍ اسیا هېوادونه یې اندېښمن کړل.

د جولای پر ۱۴مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې هم د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې، چې اقتصادي، فرهنګي او امنیتي موضوعاتو ته ځانګړې شوې وه، تر ډېره د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وشوې.

دې غونډې ته د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین وویل، "د شانګهای د همکارۍ سازمان د سولې، اقتصادي پراختیا، له ترهګرۍ، افراطیت او مخدره موادو سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان د حکومت او خلکو د هڅو ملاتړ کوي. د شانګهای غړي هېوادونه د نړیوالو هڅو په ترڅ کې د افغان لانجې د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو له هڅو سره همنظره دي."

د افغانستان حکومت په دې باور دی چې افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د هېوادونو د اتصال څلورلارې ده او د اقتصادي همکاریو له لارې د سیمې امنیت هم ټینګېدای شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG