د بادغیس والي وايي، په قلعه نو ښار کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ اوربند شوی دی.
حسام الدین شمس د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، اوربند د پنجشنبې (زیارت پر ورځ د سهار پر ۱۰ بجو پیل شوی. "هیله مند یو لکه څنګه چې افغان ځواکونه دې اوربند ته ژمن دي طالبان هم په خپلو ژمنو ودرېږي."
د بادغیس والي وايي، دا اوربند د قومي مشرانو او سپینږېرو په منځګړتوب شوی.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په قلعه نو ښار کې د اوربند په تړاو رسماً څه نه دي ویلي.
په قلعه نو کې په وروستیو ۱۰ ورځو کې د طالبانو لږ تر لږه پینځو لویو بریدونو رپورټونه ورکړل شوي.
هر وار په بریدونو کې دواړه خواو یو بل ته د درنې مرګ ژوبلو ادعا کړې.
د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د بادغیس په مرکز کې د جګړو له وجې د لسګونه ولسي وګړو مړي او ژوبل هم د ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.