د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په پسني ښار کې په چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر ۱۵مه په بیان کې ویلي چې د ځمکلاندې بم چاودنه د پنجشنبې (زیارت) پر سهار د ښار په خدای بخش سیمه کې د پوځیانو د ګاډي تېرېدو پر وخت شوې.
ای اېس پي ار زیاتوي، دا د ترهګرۍ پېښه وه او په وژل شویو کې یو د پوځ کپتان وو.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
پسني ښار د بلوچستان د ګوادر ضلعې تحصیل دی.