د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغانستان پر حالاتو ځانګړی کانفرنس جوړوي


په جون کې یو افغان پلاوی پاکستان ته ورغلی وو او هلته یې د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي ترڅنګ له یو شمېر چارواکو سره خبرې کړې وې.
په جون کې یو افغان پلاوی پاکستان ته ورغلی وو او هلته یې د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي ترڅنګ له یو شمېر چارواکو سره خبرې کړې وې.

پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان پر حالاتو یې د بحث لپاره د يو ځانګړي کنفرانس جوړولو پرېکړه کړې ده.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر فواد چودري د جولای پر ۱۴مه پر ټوېټر لیکلي چې د دې غونډې نېټه به وروسته اعلان شي خو د مشال راډیو له معلوماتو سره سم، کنفرانس ښايي د جولای له ۱۷مې څخه ۱۹مې پورې په اسلام اباد کې وشي.


د چودري په خبره وزیراعظم عمران خان د ټېلېفون له لارې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړې او هغه یې غونډې ته وربللی دی.

سرچینو مشال راډیو ته ویلي چې غونډې ته ۳۰ افغان سياستوال ورغوښتل شوي خو هغوی پکې د ګډون تصدیق لا نه دی کړی.

افغان حکومت هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه واضحه نه ده چې ایا د طالبانو استازي هم کنفرانس ته وربلل شوي او که څنګه.

تر دې مخکې د روان کال د جون په نیمايي کې هم د افغانستان د پارلېمان د غړو په ګډون یو پلاوی اسلام اباد ته ورغلی وو او هلته یې د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي ترڅنګ له یو شمېر چارواکو سره خبرې کړې وې.

دا غونډه پر داسې مهال جوړېږي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتلو بهیر روان دی او په هغه هېواد کې جګړې زور اخیستی دی.

په وروستیو کې طالبانو په هېواد کې د یو شمېر ولسوالیو د نیولو دعوې وکړې چې د افغان حکومت په وینا، ځینې یې ورڅخه بېرته نیولې دي.

دواړه لوري په زیاتېدونکي تاوتریخوالي کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي او په عین وخت کې پر سیمه ییز او نړیوال کچ هم د افغانستان پر حالاتو غونډې شوې او روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG