د لاسرسي ځای

تازه خبر

 ننګرهار کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه


افغان ولسمشر محمد اشرف غني ملي امنیتي ځواکونه ته حکم کړی چې ناقانونه وسلې او نظامي تجهیزات راتول کړي، د همدې حکم په اساس په ننګرهار کې ملي امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو د راټولو، بې پلېټه موټرو د نیولو او د موټرو د تورو ښېښو د سپينولو کمپاین پيل کړی. د ننګرهار ولسونو د ملي امنيتي ځواکونو د دې کمپاین د ملاتړ په موخه يوه غونډه جوړه کړې وه او غوښتنه يې وکړه چې دا کمپاین دوامداره پاتې شي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکم نه د ملاتړ په موخه د دوشنبې په ورځ د ننګرهار د بېلابېلو ولسواليو څخه په زرګونه تنه قومي مشران، دیني عالمان، ملي سوداګر، ځوانان او مدني فعالان د جلال اباد شاهي ماڼۍ ته ورټول شوي وو، او په دغه برخه کې يې د ملي امنيتي ځواکونو کړنې د ګلونو په ګېډیو بدرګه کړې.



د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل دغې غونډې ته په خپلو خبرو کې يو ځای وویل:

"زموږ او ستاسو نننۍ غونډه په همدې موخه راټوله شوې ده چې د ولسمشر د دې حکم د تطبیق ولسي ملاتړ تر لاسه کړو. زبه په دې باور لرم چې په دې لوی ملي ارمان کې د هېواد هر وکړی له دغې شعار سره موافق دی چې په هېواد کې غیر مسوولې وسله والې ډلې، ناقانونه وسلې او وسله وال نه غواړي."

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال لعل محمد دراني وويل، هغو کسانو سره ناقانونه ولسي ليدل کېږي چې مشران يې په جهادي سنګرونو کې پاتې شوي وو. نوموړی په ملي امنيتي ځواکونو غږ کوي چې د هر ډول زورواکي پر وړاندې مبارزه کې ورسره ولسونه ولاړ دي.

(( جهاد هم د دې نورو فرضي اعمالو په شکل يو فرضي عمل دی او که چا د الله لپاره نه وي کړی، د غصب لپاره، د خلکو د وینو د څښلو لپاره، د اختطاف لپاره، د غلا لپاره او د چور لپآره يې کړی وي او د دې لپاره يې کړی وي چې زما کړوسی به هم د جهاد په نوم چې شاته به يې د نيکه عکس لګولی او تر لاندې به غلا کوي، د دې موږ مخکې هم تردید کړی و او اوس يې هم کوو.))

په ختيځ کې د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون مشرې صبرينې حميدي د میرمنو په استازولۍ د ولسمشر د حکم نه ملاتړ څرګند کړ ويې ویل :
''د ولسمشر د حکم نه د حمایت په رابطه به هم خپل فردي مسوولیت سره ته رسوم او په ټولنه کې په ماحول کې او هم به په رسمي برخه کې حمایت کوم. او هغوی دې نور دا فکر له ذهنه وباسي چې هر څه به د وسلې او زور له لارې لاسته راوړي.''

د افغان ولسمشر ارشد سلاکار قمرالدین شینواري وويل، د ولسمشر د حکم په اساس د وسلو هغه ټول جوازونه منسوخ شوي چې پځوا ورکړل شوي دي.

''هغه متعتدد مراجع په نوي طرزالعمل کې ختم دي، د وسلې لپاره به جواز هغه وخت ورکول کيږي چې يوه واحده مرجع يې تایید کړي، او که ضرورت يې نه و، قتعاً د وسلې جواز نه ورکول کېږي.''


د ننګرهار امینه قوماندان سترجنرال عبدالرحمن رحيمي په ناقانونه وسله والو غږ وکړ چې د ۱۳۹۶ لمریر کال تر ترپایه خپلې وسلې حکومت ته وسپاري که نه بیا به ورسره د يوه مجرم په توګه محاسبه کېږي.

"ښه به دا وي چې د ټاکل شوې نېټې پورې خپلې وسلې تسليم کړي او که نه هم به ترې وسلې واخيستل شي او دوی که هر څومره زورواکي وي، د زندان د پنجرو تر شاه به لوېږي."

د ذکر وړ ده چې د ۱۳۹۷ لمریز کال له پيله هر هغه څوک مجرم وشمېرل شي چې ناقانونه وسله ولري.

XS
SM
MD
LG