د لاسرسي ځای

د ننګرهار د بېلابېلو قومونو مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د خاورې نه د ساتنې تر عنوان لاندې د يوې غونډې په ترڅ د خپلو ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ او یو شمېر سرتېرو ته يې ګلونه په غاړه واچول.

د افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه د ولسونو د ملاتړ دا غونډه د سېشنبې په ورځ د ننګرهار د قبایلو او سرحدونو ریاست د غونډه په تالار کې جوړه شوې وه، چې په ننګرهار کې د مېشتو بيلابيلو قومونو او شوراګانو په لسګونو استازو په کې ګډون کړی و.

په ننګرهار کې د مېشتو کونړیانو شورا مشر ډاکټر عبدالقيوم مشواڼي وايي، پخوا هم ولسونو له خپلې خاورې نه دفاع کړې او اوس هم هر ډول قربانۍ ته تيار دي:

(( کله چې يو غلیم په خاطره تجاوز کړی، د خپلې خاورې نه د دفاع په خاطر سپينږيري او ځوانان، ملي قوتونه او دفاعي قوتونه سره په يوه غږ راپاڅېدلي او له خپلې خاورې نه يې دفاع کړې، زموږ ټول ولسونه دې ته تیار دي چې موږ د خپلې لوېشت، یوېشت خاورې نه په مېړانه دفاع وکړو.))

په ننګرهار کې د قومونو د يو والي شورا د دارالانشاه مشر عبدالخالق وويل، که قومونه سره یوه موټي شي، د هر ډول زبرځواک مخه نيولی شي:

(( داسې قهرمانانو باندې چې له وطن څخه، له سرحداتو څخه او د ملي نوامیسو څخه ساتنه کوي، موږ پرې افتحار کوو، زموږ او ستاسو قوت د قومونو په يو والي کې دی. دښمن غواړي چې موږ په سمتونو، په ژبو او په مختلفو نومونو موږ وويشي.))


د ملي منیتي ځواکونو په استازولۍ د ننګرهار د ملي امنيت مرستیال نورستاني له ولسونو د مننۍ تر څنګ وویل، دوی حاضر دي چې د خپلې وروستۍ سلګۍ پورې له خپلې خاورې نه دفاع وکړي:

(( چې ستاسو حمایه موږ سره وي، يوه ورځ به شاهد حال و چې افغانستان کې به امنیت تامین وي، دا ملک به زراعتي، دا ملک به صنعتي او ملک به اټومي وي، نو په دې اساس چې يوه قطره وینه هم زموږ په بدن کې وي، د خپلې خاورې نه به پرې دفاع کوو.))

د افغانستان د قومونو او سرحدونو وزارت مرستيال محمد یعقوب احمدزي د نظامونو ساتل له ولسي ملاتړ نه پرته ناشونی وګاڼه:

(( په کلي کور کې، په سرحداتو کې همدغه قومي مشران دي چې د خپلو دفاعي او امنيتي ځواکونو تر څنګ له وطن نه په دفاع کې همېشته قرباني ورکړې ده. د دوی دا هلې ځلې موږ ستایو او دولت د دوی شاه ته ولاړ دی.))

د ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ دا غونډه د سرتېري د ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.


په دې وروستيو د افغانستان ولسمشر د سرتېرې د ورځې لپاره کميسيون وټاکه او دغه کميسيون د حوت یا کب د میاشتې نهمه نېټه د سرتېري د ورځې سره ونوموله او د ولسمشر په فرمان د افغانستان په جنتري یا کلنۍ کې د سرتېرې په نوم ثبت شوه.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG