د عراق د جنوب په یو روغتون کې د جولای پر ۱۲مه د کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ په قرنطین وارډ کې د اور لګېدو پېښه کې لږ تر لږه ۶۶ کسان مړه شوي دي.
د عراق سرکاري خبري اژانس اېنا د جولای په ۱۳ مه خبر ورکړی چې څه باندې ۱۰۰ کسان په دې اور لګېدنې پېښه کې ژوبل شوي هم دي.
روغتيايې چارواکي وايې ښکاري داسې چې دا اور پرون د ناصريه ښار په يو اسپتال کې د کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ په قرنطین وارډ کې د اکسيجن ټېنک د چاودنې له وجې لګېدلی وي.
ناصريه ښار د بغداد په جنوب کې په ۳۷۵ کلومېټرۍ کې پروت دی. صحت چارواکي وايې چې اور يې قابو کړی او او د لټون عمليات روان دي.
د عراق وزیر اعظم مصطفی القدیمي دفتر په يو بيان کې ويلي دي چې نوموړي له پېښې وروسته د لوړ پوړو وزیرانو سره بیړنۍ غونډه وکړه چې پکې یې د روغتیا او ملکي دفاع د منیجرانو د ګرفتارۍ امر وکړ چې پکې د کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ د قرنطین مرکز منیجر هم شامل دی.
تر دې وړاندې په اپریل کی هم په بغداد کی د کرونا دعلاج په یوه روغتون کی د اکسیجن د ټانکۍ چاودېدو پېښه کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۸۲ کسان وژل شوي او ۱۱۰ ژوبل شوي وو.