د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند په کندهار کې له خپلې کونسلګرۍ شاوخوا ۵۰ ډېپلوماتان او امنیتي کارکوونکي ایستلي


د هند د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۱مه په بیان کې تایید کړې چې له کندهاره یې د کونسلګرۍ ځینې کارکوونکي په لنډمهاله ډول هېواد ته ستانه کړي خو کونسلګري یې نه ده تړلې. 
د هند د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۱مه په بیان کې تایید کړې چې له کندهاره یې د کونسلګرۍ ځینې کارکوونکي په لنډمهاله ډول هېواد ته ستانه کړي خو کونسلګري یې نه ده تړلې. 

هند په کندهار کې له خپلې کونسلګرۍ شاوخوا ۵۰ ډېپلوماتان او امنیتي کارکوونکي ایستلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د کندهار ښار د اوومې حوزې د سقوط خبرونه خپاره شول.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۱مه په بیان کې تایید کړې چې له کندهاره یې د کونسلګرۍ ځینې کارکوونکي په لنډمهاله ډول هېواد ته ستانه کړي خو کونسلګري یې نه ده تړلې.

تر دې مخکې یوې معتبرې سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي مشال راډیو ته وویل په کندهار کې د هند کونسلګري تړل شوې او شاوخوا ۵۰ ډېپلوماټان او امنیتي کارکوونکي ورڅخه هېواد ته ستانه شوي.

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې هېواد ته د ستنو شویو کارکوونکو شمېر نه دی ورکړی البته ټینګار یې کړی چې دا اقدام لنډمهاله دی.

نېږدې دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د هندوستان سفارت په افغانستان کې ټولو هندي اتباعو ته د خرابې امنیتي وضعې په اړه خبرداری ورکړی وو.

په دې تړاو د سفارت په بیان کې له هغو ټولو هندیانو چې په افغانستان کې مېشت دي غوښتل شوي چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او د ځان د خوندیتوب لپاره دې بیداره اوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG