د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان اعلان کړی چې لوی اختر به د جولايي پر ۲۱مه وي


د رويت هلال کمېټۍ غړو د موسمياتو ادارې په مرکزي دفتر کې د ذوالحجه مياشت د لېدو لپاره غونډه وکړه.
د رويت هلال کمېټۍ غړو د موسمياتو ادارې په مرکزي دفتر کې د ذوالحجه مياشت د لېدو لپاره غونډه وکړه.

د پاکستان رويت هلال کمېټۍ اعلان کړی چې لوی اختر به د جولای پر ۲۱ مه نېټه وي.

پرون په کراچۍ کې د رويت هلال کمېټۍ غړو د موسمياتو ادارې په مرکزي دفتر کې د ذوالحجه مياشت د لېدو لپاره غونډه وکړه.

وروسته د کمېټۍ مشر محمد عبدالخبير ازاد خبرې غونډې ته وويل چې مياشت نه ده ليدل شوې.

ده وویل، "د پاکستان له هيڅ يوې سيمې څخه هم د مياشتې د ليدو شهادت ترلاسه نشو نو ځکه په اتفاق رايې سره فيصله وشوه چې لومړۍذوالجه به د جولای پر ۱۱مه او لوی اختر به د جولای پر ۲۱مه نېټه وي."

په غونډه کې موسمياتو محکمې او د انفارمېشن ټېکنالوجۍ د وزارت چارواکو هم ګډون وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG