د لاسرسي ځای

تازه خبر

کالام: د الوګانو د فصل د ملکیت پر سر جګړه کې ۲۰ کسان مړه او ژوبل شوي


کالام سیلانۍ سیمه ده.
کالام سیلانۍ سیمه ده.

چارواکي وايي، د جولای په ۱۰مه، په کالام کې د دوو ډلو ترمنځ په جګړه کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

دا جګړه د کالام او د اتروړ د اوسیدونکو ترمنځ په کینۍ بانډه کې مخې ته راغلې ده. ځايي خلک وايي، جګړه د الوګانو د فصل د ملکیت په سر شوې او د دواړو لورو نه پکې د ډزو تبادله شوې ده.

د ملاکنډ ډویژن کمېشنر ظهیرالاسلام وايي، د حالاتو د کنټرولولو لپاره یې سیمې ته پولیس استولي او سیلانیانو ته یې امر کړی چې په هوټلونو کې دې دننه پاتې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG