د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اپټا" دې د شپږو مياشتو پر ځای د تل لپاره تمديد شي: افغان او پاکستاني سوداګر


د اپټا تړون د یوې پخوانۍ غونډې ارشیف انځور
د اپټا تړون د یوې پخوانۍ غونډې ارشیف انځور

پاکستان وايي، له افغانستان سره یې د (اپټا) په نوم د ټرانزیټ او د سوداګرۍ تړون د غځولو پرېکړه کړې ده.

په دې اړه به د اګست په میاشت کې په کابل کې یوه غونډه کېږي چې ورکې به یاد تړون د شپږو میاشتو لپاره وغځول شي.

دا معلومات په هغه خبرپاڼه کې ورکړل شوي چې د جولای پر نهمه د سوداګرۍ او پانګې اچونې لپاره د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د سلاکار عبدالرزاق داوود له دفتره خپره شوې ده.

تر دې وړاندې د جولای پر اتمه د افغانستان او د پاکستان چارواکو په یاده موضوع له یو بل سره د ویډیو لېنک له لارې خبرې وکړې چې پکې د اپټا تړون د شپږو نورو میاشتو لپاره د غځولو وړاندیز وشو.

د ان لاین یا پرلیکه غونډې پر مهال د وزیراعظم سلاکار عبدالرزاق داوود وویل، هیواد یې له افغانستان او منځني اسیا سره تجارتي اړیکې زیاتول غواړي.

د افغانستان او پاکستان تجارانو د اپتا تړون د مودې د غځولو هرکلی کړی خو وايي، دا تړون دې د شپږو میاشتو پر ځای دایمي شي چې د دواړو غاړو سوداګرو ته یې ګټه ورسېږي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې یو غړي ډاکټر مخلص د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او ټرانزیټ د تړون پر تمدید هغوی خوشاله دي او هیله لري چې ډېر زر به دا قرارداد دایمي شي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتي خونې مشر ذاهد شینواري د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د اپټا تړون غځول یو غوره قدام دی، ګټه یې د دواړو هیوادونو حکومتونو او سوداګرو ته رسېږي او هغوی تمه لري چې د اقتصادي ګټو په خاطر به یوه بشپړه او معیاري لوظنامه لاسلیک او عملي شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او د سوداګرۍ دغه تړون په ۲۰۱۰ کال کې لاس لیک شوی و، دوه وارې تمدید شو او د ۲۰۲۱ کال په اپرېل میاشت کې ختم شوی و خو اوس یې کابل او اسلام اباد بیا نوی کول غواړي.

افغانستان او پاکستان پر داسې مهال د اپټا تړون د غځولو پرېکړه کړېده چې سږ کال له افغانستانه نړیوال ځواکونه ووځي او په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په لر او بر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخېستی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG