د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کلا عبدالله کې د دوو ډلو ترمینځ نښته کې درې کسان وژل شوي


چارواکي وايي، په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي، دوه پکې د یوه لوري کسان دي او یو بل تن بیا لاروی دی.
چارواکي وايي، په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي، دوه پکې د یوه لوري کسان دي او یو بل تن بیا لاروی دی.

د بلوچستان چارواکي وايي، په کلا عبدالله کې دغیبزي قبیلې د دوو شاخونو ترمينځ په نښته کې درې کسان وژل شوي دي.

د کلا عبدالله ډېپټي کمېشنر طارق جاوېد منګل د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د جولای پر اتمه رامينځ ته شوې.

منګل زیاتوي، په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي، دوه پکې د یوه لوري کسان دي او یو بل تن بیا لاروی دی. یو بل ژوبل تن په روغتون کې داخل دی، څو نور کسان هم سرسري خوږ شوي وو. دا پېښه په عبدالله خان بازار کې مخې ته راغلې ده.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اصغر خان اڅکزی د جولای پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې نوموړی له یوې جرګې سره د پېښې ځای ته ولاړ او له ښکېلو خواوو سره یې خبرې وکړې او هغوی یې اوربند ته راضي کړل.

د بلوچستان چارواکي او ځايي خلک وايي چې جګړه په بازار کې د دواړو ډلو ترمینځ د معمولي تکرار نه پس پیل شوې خو د جګړې د اصلي وجې په اړه یې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG