د لاسرسي ځای

تازه خبر

مینځني ختیځ او اروپا کې د کورونا له وجې بند پاتې پاکستانیان هېواد ته لېږدول کېږي


د پاکستان "پي اې ای" الوتکې. انځور - ارشیف
د پاکستان "پي اې ای" الوتکې. انځور - ارشیف

د پاکستان د هوابازۍ وزیر وايي، د روانې میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې به هغه ټول پاکستاني وګړي خپل ملک ته ستنوي چې په اروپايي او مینځني ختیځ هیوادونو کې د کورونا د بندیزونو له وجې بند پاتې دي.

غلام سرور خان د جولای پر نهمه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د خبرو پر مهال وویل، د پاکستان پي ای اې هوايي کرښې په ځانګړو پروازونو کې تر ننه له مینځني ختیزه بند پاتې ۵۴۱۱۶ پاکستانیان خپل هېواد ته لېږدولي دي.

نوموړي وویل، له اروپايي هېوادونو او بریتانیا څخه هم په کرایه شویو الوتکو کې مساپر پاکستانیان واپس لېږدول کېږي.

له اروپايي هېوادونو او همدارنګه له مینځني ختیځه ګڼ مساپر د لوی اختر تېرولو لپاره پاکستان ته ستنېدل غواړي خو د پروازونو د ځنډ او لغوه کېدو نه سر ټکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG