د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګله دیشۍ راڼۍ لیدو ته په سلګونه خلک ورځي


د بنګله دیشۍ راڼۍ لیدو ته په سلګونه خلک ورځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د کورونا وبا مخنیوي محدودیتونو لوجې د سپرلیو ګاډو په تګ راتګ بندیز دی، د څارویو په فارم کې د راڼۍ نومې غوا لیدو ته هره ورځ ګڼ خلک ورځي. د دې فارم چلوونکی وايي راڼۍ د نړۍ تر ټولو ټیټه ونه لري او هیله ده چې د نړیوالو ریکارډنو په کتاب (ګېنیز بک آف ورلډ ریکارډ) کې یې هم نوم راشي.  بلخوا د بنګله دیش چارواکو د دغه فارم چلوونکیو ته ویلي چې د کورونا خپرېدو مخنیوي په خاطر دې ګڼ خلک د راڼۍ لیدو ته نه پرېږدي.  په دې اړه تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ.  ویډیو: اې اېف پي  اېډېټ او رپورټ: منورشاه

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG