د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان دولت او طالب استازیو ناسته: له سوله ییزې لارې د جګړې پر ختمولو ټینګار


تهران کې د افغان سولې په تړاو غونډه
تهران کې د افغان سولې په تړاو غونډه

په تهران کې د افغان دولت او طالبانو د استازیو ترمینځ ناسته کې له سیاسي او سوله ییزې لارې د جګړې په ختمېدو ټینګار شوی.

دوه ورځنۍ ناسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په کوربه توب شوې.

دې ناستې ته له کابله د افغان دولت د سولې مرکچي ټیم مرستیال عبدالسلام رحیمي، د ملي مصالحې عالي شورا د مشرتابه ډلې غړی محمد یونس قانوني او ځینې نور سیاستوال ورغلي و.

د طالبانو د قطر د دفتر ځينو غړیو او مشرانو هم د طالبانو په استازیتوب ګډون درلود.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن په خپل ټوېټر باندې د یوه پرېکړه لیک جزییات خپاره کړي او ویلي یې دي چې په تهران کې په بین الافغاني خبرو کې دواړه خواوې سلا شوې دي.

له سوله ییزې لارې د جګړې په هواري باندې ټینګار، له جګړو د سولې پړاو ته په ننوتو او د نظام په څرنګوالي باندې په راتلونکي کې بحث، د روغتونو، ښوونځیو او نورو عامه تاسیساتو د زیانمنولو او ویجاړولو غندل او د دغو پېښو عاملینو ته د سزا ورکول هغه مسایل دي چې په پرېکړه لیک کې یاد شوي دي.

د طالبانو ویاند ویلي پرېکړه شوې چې ورته ناستې بیا ترسره شي.

افغان دولت رسماً په تهران کې د دې ناستې په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG