د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان ته اوښتي نږدې ۶۰۰ افغان پوځیان کابل ته ولېږدول شول


ارشیف، د تاجکستان کولاب هوايي ډګر
ارشیف، د تاجکستان کولاب هوايي ډګر

هغه شاوخوا ۶۰۰ افغان پوځیان چې د هېواد په شمال کې د وسله‌والو طالبانو د حملو له امله تاجکستان ته اوښتي ول کابل ته ولېږدول شول.

د مشال راډیو د تاجکستان څانګې ته د دې هېواد یوې امنیتي سرچینې ویلي چې دغه افغان پوځیان پرون سېشنبه په څلورو الوتکو کې کابل ته وړل شوي دي.

دغې سرچینې دغه‌راز ویلي چې ۳۰۰ نور افغان پوځیان به په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ولېږدول شي.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي ول، هغه افغان پوځیان چې د تاجکستان خاورې ته اوښتي ول، د بدخشان د مرکز فیض‌اباد د اوسېدونکو د دفاع لپاره د امنیتي ځواکونو له لیکو سره یوځای شوي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن دغه‌راز امر کړی چې له دې پولې سره د امنیت د ټینګښت لپاره دې د پوځ ۲۰ زره پوځیان ځای پر ځای شي.

تاجک چارواکو ویلي چې د جون له ۲۲مې یې خاورې ته ۱،۶۰۰ افغان سرتېري او افسران ننوتلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG