د لاسرسي ځای

تازه خبر

ميرلي کې وسله والو دوه کسان په ډزو ژوبل کړي


سږ کال په شمالي وزيرستان کې تر دې دمه ۳۰ هدفي بريدونه شوي دي او پرو سږکال دغه شمېر ۴۶ وو.
سږ کال په شمالي وزيرستان کې تر دې دمه ۳۰ هدفي بريدونه شوي دي او پرو سږکال دغه شمېر ۴۶ وو.

د شمالي وزيرستان په ميرلي ښارګوټي کې ناڅرګندو وسله والو دوه کسان په ډزو ژوبل کړي دي.

د ميرلي پوليس تاڼې يوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط نن مشال راډیو ته وويل چې د جولای پر شپږمه ناڅرګنده وسله والو د موبايلونو په دوکان کې ناست د خسوخېلو دوه اوسېدونکي مهران نور او اويس خان په ډزو ژوبل کړل. د ده په خبره بريدګر تښتېدلي او ژوبل تنان ميرلي روغتون ته رسول شوي دي.

د جولای پر څلورمه هم په ميرلي کې ناڅرګندو وسله والو يو قبايلي مشر ملک صلاح الدين په ډزو وژلی وو.

سږ کال په شمالي وزيرستان کې تر دې دمه ۳۰ هدفي بريدونه شوي دي او پرو سږکال دغه شمېر ۴۶ وو.

د هدفي بريدونو پرضد ولس او پښتون ژغورنه غورځنګ هم په وار وار مظاهرې کړي خو حکومت وايي چې زياتره قبايلي سيمې يې له وسله والو پاکې کړي او د پاتې وسله والو ضد ځانګړي عمليات روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG