د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له چینه تر ګوادره پر پښتونخوا د تېرېدونکې لارې مخ اړول نه پرېږدو'


د خېبر پښتونخوا د حکومت په ګډون ملتپالي سیاسي ګوندونه د مرکزي حکومت د دې پلان سخت مخالف دي او غواړي چې د پنجاب صوبې د اوږدې لارې پر ځای د پښتونخوا لنډه لاره تر ګوادر بندره وغځول شي.

پېښور: د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي ګودر «پاکستان- چین اکنامیک کوریډور«په نامه د بلوچستان صوبې ګوادر بندر ته له چینه د سوداګریزه توکیو رسولو لپاره پر یوې اوږد مهالې پروژې د پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ له وخت راهیسې کار روان دی او پر دې دواړه هېوادونه سلا شوي ول چې په لومړي سر کې به د خېبر پښتونخوا له جنوبي ضلعو د بلوچستان په شمال کې له ژوبه و ګوادر بندر ته لویه لاره غځول کېږي. خو د میا نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ اوسنی وفاقي حکومت غواړي چې له چینه راغځېدونکي دغه لوی سړک مخه د پنجاب صوبې موټر ته واړوي او له هغه ځایه یې ګوادره ته وغځوي.

د خېبر پښتونخوا د حکومت په ګډون ملتپالي سیاسي ګوندونه د مرکزي حکومت د دې پلان سخت مخالف دي او غواړي چې د پنجاب صوبې د اوږدې لارې پر ځای د پښتونخوا لنډه لاره تر ګوادر بندره وغځول شي.

د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مشر سېنېټر افراسیاب خټک مشال راډیو ته وویل، چې د وفاقي حکومت له لوري له پښتونخوا تېرېدونکې ګوادر بندر ته د غځېدونکې لارې پنجاب ته د مخ اړولو به دوی دوی سخت مخالفت وکړي:

«دا لاره چی په ابتدا کې تجویز شوې وه هغه دا وه چې له ګوادره دې دا سړک په بلوڅ مېشتو سیمو راتېر شي بیا د پښتنو په سیمو کې د ژوب، ډېره اسماعیل خان له لارې د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعوکې راتېرېدلو، خو دوی وروسته چې سوچ کړی دی نو دا پلان یې د ځان اړخ ته اړولی دی او پر پنجاب د راتېرولو لپاره مجوزه لاره کږوي، خو موږ به یې مخالفت کوو، که مرکزي حکومت داسې کار وکړي»

د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شیرپاو وايي، که وفاقي حکومت د دې لارې مخ لاهور ته وګرځولو نو دوی به په قومي اسمبلۍ کی دا مسله راپورته کړي: «که داسې وشوه نو د دې به دا مطلب وي چې دا وزیر اعظم د پاکستان نه بلکې یواځې د پنجاب وزیر اعظم دی، دا مسله به موږ په قومی اسمبلۍ کې هم راپورته کوو، که دا لاره په جنوبي ضلعو تېره شي نو هلته به اقتصادي پرمختګ پیل شي او ځای پر ځای به کارخانې ولګېږي، او داتر ټولو لنډه لاره ده، که په دې کې دوی بدلون راوستلو نو په هېڅ توګه به یې ونه منو«

بلخوا د پښتونخوا اطلاعاتو صوبايي وزیر مشتاق غني مشال ریډیو ته وویل چی موجوده صوبايي حکومت به هم له وفاقي حکومت د دې ګام مخالفت کوي:

«پر لومړۍ تجویز شوې لارې دې کار پیل شي، زموږ جنوبي ضلعې، چې له وړاندې ډېرې شاته پاتې سیمې دي او دا تمه وه چې د ګوادر بندر له دې لارې سره به د دغه سیمو قسمت هم راویښ شي، خو که مرکزي حکومت د ګوادر بندر لارې بدلو فیصله کوي نو موږ به دا د مرکزي حکومت لخوا د صوبايي حکومت پر ضد یو ګام وګڼو»

صوبائی وزیر مشتاق غني زیاتوي په هېڅ صورت کې به د پښتونخوا حکومت دا و نه مني چې د چین له شمالي سیمو غځېدلی سړک دې د پښتونخوا د جنوبي ضلعو د لنډې لارې پر ځای د لاهور او پنجاب تر نورو سیمو تېر شي او په پنجاب کی د موټروی په او‌ږده لاره ګوادر بندر ته وغځول شي.

XS
SM
MD
LG