د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د وژلي حیات بلوڅ کورنۍ ته انصاف ورکوي: چارواکي


تربت د کېچ ضلع مرکز دی چې پکې تر چاودنې وروسته د لټون پر مهال یو سرتېري پر بلوڅ ډزې وکړې
تربت د کېچ ضلع مرکز دی چې پکې تر چاودنې وروسته د لټون پر مهال یو سرتېري پر بلوڅ ډزې وکړې

کوټه - د بلوچستان د ملېشې ځواک یو مشر جنرال سرفراز علي د اګست پر ۱۹مه د کېچ ضلعې په مرکز تربت کې د حیات بلوڅ کورنۍ ته فاتحه وکړه او د هغه پر وژنه یې غمرازي وکړه.

د اېف سي ځواک یوه سرتېري شادي الله د کراچۍ پوهنتون زده کوونکی بلوڅ د اګست پر ۱۳مه په تربت کې ویشتلی وو.

دې پېښې د بلوچستان په یو شمېر سیمو کې مظاهرې وپارولې او سیاستوالانو او مدني فعالانو پر حکومت غږ وکړ چې د دې "ماورای عدالت وژنې" پلټنې دې وکړي او پکې دې د ککړو کسانو ضد کارروايي وکړي.

د اېف سي ځواک دریځ

اېف سي ځواک په بیان کې ویلي ول چې د اګست پر ۱۳مه په تربت کې پر سرتېرو د رېموټ کنټرول بم برید وشو چې پکې درې سرتېري ژوبل شول.

دا د اېف سي د سرتېرو کار نه دی چې یو زده کوونکی له خپل پلار سره په باغ کې کار کوي او هغه ورځي، لاس او پښې یې تړي او بیا یې ولي. زه وایم دا قتل دی.
اسحاق بلوڅ

بیان وايي، تر هغې وروسته امنیتي ځواکونو د مشکوکه وسله والو د نیولو هڅې پیل کړې او د حیات بلوڅ په ګډون یې یو شمېر کسان د پوښتنو لپاره درولي ول چې هغه مهال ورباندې د اېف سي سرتېري شادي الله ډزې وکړې او ویې واژه.

بیان زیاتوي هلته موجودو سرتېرو شادي الله ونیو او پولیسو ته یې وسپاره.

د ملېشې ځواک لوړپوړي مشر د اګست پر ۱۹مه په تربت کې د بلوڅ له کورنۍ سره د لیدو پر مهال ورسره د انصاف ژمنه وکړه.

له خلکو سره د اېف سي پر رویې نیوکې

د بلوڅ ملتپالي نیشنل ګوند د مشر مرستیال اسحاق بلوڅ د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، په بلوچستان کې امنیتي ځواکونه له ولس سره ناسم چلند کوي.

"دا د اېف سي د سرتېرو کار نه دی چې یو زده کوونکی له خپل پلار سره په باغ کې کار کوي او هغه ورځي، لاس او پښې یې تړي او بیا یې ولي. زه وایم دا قتل دی. دا ښکاره خبره ده چې دلته امنیتي ادارې، په ځانګړي ډول، له خلکو سره د اېف سي رویه دښمنانه ده."

په پاکستان کې د بشري حقونو ادارو هم د بلوڅ پر وژنه خواشيني ښوولې.

له یو معصومه او بېګناه ځوان سره ظلم شوی دی.
لیاقت شاهوانی

د بشري حقونو د کمېشن د بلوچستان څانګې مشر حبیب طاهر اېډووکېټ مشال راډيو ته وویل، اندېښمن دی چې ښايي په راتلونکې کې د حیات بلوڅ پر کورنۍ "فشار راوړل شي او هغه جوړجاړي" ته رضا کړي.

د ده په خبره، د وژنې "شاهدان شته" خو په تېرو وختونو کې هم "د دیت (خون بها") هڅې شوې دي او دا "دود شته".

نوموړي زیاته کړه چې حکومت دې په وژنه کې د ککړ سرتېري ضد اقدام وکړي چې په راتلونکې کې داسې پېښه بیا ونشي.

حکومت د انصاف ژمنه کړې

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهوانی وايي، د بلوڅ کورنۍ ته هرومرو انصاف ورکوي.

دی وايي، په "سختو ټکو کې د دې پېښې غندنه" کوي ځکه "له یو معصومه او بېګناه ځوان سره ظلم شوی دی" او د امنیتي ځواکونو "یو سرتېري ورباندې ډزې کړې دي او هغه یې شهید کړی."

شاهواني وویل، تر پېښې سمدستي وروسته اعلا وزیر جام کمال پولیسو ته امر وکړ چې مقدمه جوړه کړي او ککړ کس دې ونیسي.

ده زیاته کړه چې سرتېری د پولیسو په حراست کې دی او دا قضیه به عدالت ته وړي چې ورسره سم به د حیات بلوڅ کورنۍ ته انصاف ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG