د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورکې روسۍ الوتکې ملبه وموندل شوه


د روسیې د بيړنيو خدماتو وزارت سيمه ييزه څانګه وايي چې په الوتکه کې ۲۲ مساپر او شپږ د عملې غړي وو.
د روسیې د بيړنيو خدماتو وزارت سيمه ييزه څانګه وايي چې په الوتکه کې ۲۲ مساپر او شپږ د عملې غړي وو.

چارواکي وايي، تحقيقاتي ټيمونو د روسۍ الوتکې اې اېن ۲۶ ملبه موندلې ده. دغه الوتکه نن د جولای پر شپږمه وختي د روسې په لیرې غربي برخه کمخاڅکي ټاپو کې له رېډاره ورکه شوې وه.

راپورونه وايي دا الوتکه د پېټروپاولوسک ـ کمخاڅکي څخه پالانا ښار ګوټي ته پر لاره وه. دې الوتکې د ناستې هڅه کوله چې له هوايي ټريفک کڼترول سره يې رابطه پرې شوه.

د بيړنيو خدماتو وزارت سيمه ييزه څانګه وايي چې په الوتکه کې ۲۲ مساپر او شپږ د عملې غړي وو.

چارواکې وايي پلټنې او لټون پېل شوی چې په کې لږ تر لږه دوه هيلېکاپټرې برخه اخلي او د ژغورنې اهلکار هم چمتو دي.

په وروستيو کلونو کې روسيه د يوشمېر خونړيو هوايي حادثو شاهد وه چې وجه يې د الوتکو مبينه خرابه ساتنه او ناقصه امنتيي معيارونه يادېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG