د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني ځواکونه په کوټه کې د پینځه وسله والو د وژلو ادعا کوي


Locator Quetta Map Pashto
Locator Quetta Map Pashto

د بلوچستان چارواکي وايي، د کوټې په هزار ګنجۍ سیمه کې یې بېګا شپه عملیات کړي چې پکې پینځه وسله وال وژل شوي دي.

په کوټه کې د سي ټي ډي ویاند په بیان کې ویلي چې دوی دا عملیات د وسله والو د موجودګۍ په اړه تر اطلاع وروسته کړي دي.

چارواکي وايي، د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال په تېښته بریالي شوي دي.

امنیتي ځواکونو دا نه دي ویلي چې د وژل شوو وسله والو تعلق له کومې ډلې سره وو. بلخوا وسله والو هم لا په دې اړه څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG