د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت ملایانو ته د ۲.۶ اربه روپۍ بېلې کړې


د پېښور یوه جمات کې لمونځ کېږي
د پېښور یوه جمات کې لمونځ کېږي

د اطلاعاتو، لوړو زده کړو او ولسي اړيکو لپاره د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار کامران بنګش د جولايي پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې حکومت غواړي د ولسي خيرښېګڼې په خپلو پروګرامونو کې د مذهبي طبقې برخه هم وکړي.

د نوموړي په خبره، حکومت د صوبې د جامع مسجدونو د ملا امامانو ترڅنګ د اقليتي ډلو مذهبي مشرانو ته هره مياشت د ۱۰۰۰۰ روپيو اعزازيې ورکولو په موخه د نوي مالي کال په بجټ کې ۲،۶ اربه روپۍ بېلې کړې دي.

بنګش زياته کړه چې د خزانې وزارت د جولايي پر دويمه د دې پيسو اولنی قسط جاري کړ او دا چې اوس به ملا امامانو او د لږکيو مشرانو ته د هغوی د میاشتنيو اعزازيو رسولو چارې پيل شي.

''د خيبرپښتونخوا حکومت د صوبې د ۲۲۰۰۰ جماتونو ملا امامانو ته هره مياشت د ۱۰۰۰۰ روپيو ورکولو بندوبست کړی دی. موږ پرېکړه کړې چې يو ملا امام ته به د درو مياشتو پيسې، يانې ۳۰۰۰۰ روپۍ په يو ځل ورکوو چې هغه پرې د خپل ژوند چارې يو څه سمې کړای شي. د ۶۲ کروړه روپيو لومړی قسط جاري شوی دی. د هر جامع مسجد ملا امام کولای شي چې د خپلې ضلعې د مرستيال کمېشنر په دفتر کې ځان راجسټر کړي. موږ ژر ده چې يو موبايل اپليکيشن هم جوړ کړو چې د راجسټريشن چارې انلاين وشي. دا حکومتي اعزازيې د صوبې د کليساو، مندرونو او ګوردوارو د مذهبي مشرانو لپاره هم دي.''

د جون پر ۲۳مه د مومندو دوو ملایانو او د مدرسې یوه استاد د حکومتي اقدام هرکلی کړی وو او ویلي یې ول چې حکومت باید امامانو او خطیبانو ته په دایمي ډول میاشتنۍ پیسې ورکړي. د پاکستان تحریک انصاف یو مشر او د جامعیه محمودیه غلنۍ مشر خطیب امیر الله جنېدي وايي، د دوی خواهش دی چې مولایانو ته څه نا څه ملاو شي، د هغوی هم کورونه دي، ضروریات یې دي.

خو د جميعت علمای اسلام ف ډلې د خيبرپښتونخوا يو مخکښ مولانا جليل جان د جولايي پر پينځمه له مشال راډيو سره په خبرو کې د ملا امامانو لپاره د مياشتنيو وظيفو حکومتي پروګرام وغانده او و يې ويل چې حکومت غواړي له دې لارې د جمات منبر د سياسي ګټو لپاره وکاروي.

نوموړي زياته کړه چې د صوبې د زياتره لويو جماتونو ملا امامان د جميعت علمای اسلام له مدرسو فارغ شوي عالمان دي او دا چې هغوی به کله هم حکومتي پيسو اخيستو ته زړه ښه نه کړي.

''دوی له ملا امامانو او خطيبانو د هغوی هغه ازادي تروړل غواړي چې پر منبر کښېني او حق خبره وکړي. ليکن علمای کرامو تل دا رقم حکومتي مرستې مسترد کړې دي. دا ځل هم موږ په هره يوه ضلع کې خپلو جماتونو ته اطلاع کړې چې دا اعزازيه قبوله نه کړي. د خوشالۍ خبره ده چې هغوی زموږ د خط له وررسېدو مخکې همدغه پرېکړه کړې. زموږ له مدرسو د فارغ شويو ملا امامانو شمېر په زرګونو کې دی. تر ټولو مهمه خبره د عزت نفس هغه ده. که يو ملا امام اول د راجسټريشن لپاره په دفترونو وګرځي او بيا هره مياشت حکومتي پيسو اخيستو ته په قطارونو کې ولاړ وي نو ظاهره ده چې ځان به ورته بد ښکاري.''

خو د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار کامران بنګش نه يوازې دا تور ردوي چې ګواکې حکومت ملا امامانو ته د پيسو ورکولو له لارې سياسي ګټې پورته کول غواړي بلکې زياتوي چې هر هغه يو خطيب به د قانون په ګرفت کې راځي چې وينا يې د مذهبي کرکې خپرېدو سبب کېږي.

''علمای کرام مو، چې سياسي وابستګي يې له هرې ډلې سره وي، زموږ لپاره د قدر وړ دي. زه د حکومت د صحت کارډ پروګرام مثال درکولای شم چې د ټولو سياسي ګوندو خلک ترې ګټې پورته کوي. د مياشتنيو اعزازيو دا پروګرام مو هم له هر رقم سياسي عزايمو بالاتر دی او نه هم غواړو چې له دې لارې جماتونه تر حکومتي کنټرول لاندې راولو. موږ به د پخوا په څېر پوره هڅه وکړو چې د جمات منبر او محراب د سياسي شعارونو او د مذهبي کرکې خپرېدو لپاره و نه کارول شي.''

په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسين بابک د ملا امامانو لپاره د مياشتنۍ اعزازيې پروګرام د يوه ښه اقدام په توګه يادوي خو زياتوي چې حکومت بايد دا يقيني کړي چې د جمات له منبره د يوې خاص مذهبي يا سياسي ډلې پر ضد خبرې ونشي.

''لکه څنګه چې د نورو هېوادونو په مذهبي ځايونو کې يوازې د مذهب خبرې کېږي، هم هغسې زموږ په هېواد کې هم پکار دي. موږ ګورو چې جماتونه مو د جمعې په خطبو کې د سياسي مقاصدو لپاره کارول کېږي. حکومت بايد دغه پلو توجه وکړي. دا ډېره نامناسبه ده چې د جمات منبر دې د مذهبي فرقه بندۍ د لا تقويې او يا هم د سياسي ګټو لپاره وکارول شي. او پاتې شوه د ملا امامانو د مياشتنۍ اعزازيې خبره، نو ښه ده چې حکومت د هغوی د ژوند د ضرورتونو په پوره کولو کې مرسته ورسره وکړي.''

موږ هڅه وکړه چې د ملا امامانو او د اقليتي ډلو د مذهبي مشرانو لپاره د سرکاري وظيفو پروګرام په اړه د مسلم ليګ ن ګوند او د پيپلز پارټۍ د صوبايي مشرانو دريځ هم معلوم کړو، خو په رابطو کې ورسره بريالي نه شو.

تحريک انصاف ګوند په ۲۰۱۷ز کال کې هم، چې پرويز خټک د خيبرپښتونخوا اعلا وزير وو او د ۲۰۱۸ز عامو انتخاباتو ته لږې ورځې پاتې وې، هڅه کړې وه چې د مذهبي خلکو لپاره د مياشتنيو اعزازيو پروګرام پيل کړي خو د ځينو انتظامي ستونزو او د راجسټريشن په عمل کې د يو لړ خنډونو له امله نه وو توانېدلی.

XS
SM
MD
LG