د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په خلیجي هېوادونو کې خپل ایسار وګړي باسي


د پاکستان هوابازۍ وزير ويلي، په خليجي هېوادونو کې د اېسارو پاکستانيانو هېواد ته د ورستنولو لړۍ به نن پيل شي.

غلام سرورخان د جولای پر څلورمه نېټه (پرون) په اسلام اباد کې خبريالانو ته وویل، د پاکستان هوايي شرکت پی ای اې ۱۸ الوتکې به په راتلونکې څلور ورځو کې په دوبۍ، شارجه، بحرين او دوحه کې اېسار ټول مسافران پاکستان ته وروړي. نوموړي د اېسارو پاکستانيانو شمېر ۶۱۳۲ ياد کړی.

څه موده مخکې په پاکستان کې د کورونا وبا د درېیمې څپې خپرېدو له کبله خليجي هېوادونو له هغه هېواد سره پروازونه تړلي ول. د دې اقدام له وجې په زرګونو پاکستانيان په خلیجي هېوادونو کې بند پاته شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG