د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فیلیپینۍ نسکورې شوې پوځي الوتکې مړي ۵۰ تنو ته ورسېدل


فیلیپین کې د یوې پوځي الوتکې د راغورځېدو پېښه
فیلیپین کې د یوې پوځي الوتکې د راغورځېدو پېښه

په فیلیپین کې د پینځو نورو مړو له موندل کېدو سره د یوې پوځي ترانسپورټي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۵۰ ته ورسېد.

دا پېښه د اتوار/یکشنبه د منېلا په جنوب زر کیلومیټرۍ کې په جولو ټاپو کې هغه مهال رامنځته شوه چې «سي-۱۳۰» هرکولیس ترانسپورټي الوتکه د پورته کېدو په مهال له الوتلیکې ووته او رانسکوره شوه.

په الوتکه کې ۹۶ تنه سپاره و چې د فیلپیین جنوب ته د اسلام‌پالو سخت‌دریځو په وړاندې ځواکونو سره د یوځای کېدو لپاره سیمې ته لېږدول کېدل.

درې ملکي وګړي د پېښې په ځای کې وژل شوي دي.

یوه سیمه‌ییز قوماندان ویلي، نه‌ښکاري چې دغه الوتکه دې په ډزو رانسکوره شوې وي او د عیني شاهدانو له قوله وایي چې داسي ښکاري چې الوتکه له الوت لیکې وتلې وه.

XS
SM
MD
LG