د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرلي یو ځايي مشر هدفي برید کې وژل شوی


د شمالي وزیرستان په میرلي کې نامعلومو وسله والو یو ځايي قبایلي مشر ملک صلاح الدین په ډزو وژلی دی.

د میرلي پولیس او ځايي خلک وايي چې وسله والو د جولای پر څلورمه د هرمز سیمي پر ملک صلاح الدین د میرلي په پاتسي اډه کې برید کړی.

د پولیسو چارواکي وايي دوی د پېښې ځای ته ورغلي وو خو وسله وال په تېښته بریالي شوي او دوی د نامعلومو کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده.

هېچا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نه ده منلې. په شمالي وزیرستان کې له کلونو راهسې هدفي وژنې روانې دي چې پرضد یې ځايي ولس او په تېره پښتون ژغورنه غورځنګ بیا بیا پرلتونه او لاریونونه هم کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG