د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فېلیپین کې د الوتکې لوېدو لږ تر لږه ۲۹ تنه وژلي


نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يوه پوځي قوماندان په حواله ويلي دي چې د ۱۷ کسانو مړي يې موندلي او د وژليو شمېر زياتېدای شي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يوه پوځي قوماندان په حواله ويلي دي چې د ۱۷ کسانو مړي يې موندلي او د وژليو شمېر زياتېدای شي.

د فېلپين پوځ وايي، د هېواد په جنوب کې د يوې پوځي الوتکې غورځېدو په پېښه کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۲۹ ته رسېدلی دی.

د فېلپين د ترهګرۍ ضد کاري ډلې قوماندان جنرال ويليم ګونزالېس ويلي چې ۱۷ کسان لادرکه دي او ۵۰ يې ژغورلي او په روغتون کې دي.

خو تر دې وړاندې د فېلپين د دفاع وزير ویلي وو چې د هېواد په جنوب کې د يوې پوځي الوتکې غورځېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د رسنيو له رپورټونو سره سم، په الوتکه کې ۹۲ کسان سپاره ول او د الوت پر وخت له رن وې يا ځغل ليکې بهر ووته.

د فېلپين د پوځ مشر جنرال سېرېليتو سوبيهانه خبريالانو ته وويل چې په جولو جزيره کې د پېښي له ځای ۴۰ پوځيان ژغورل شوي دي.

د ده په خبره، د نورو کسانو د ژغورولو هڅې کوي.

په تصويرانو کې ښوول شوي چې د ونو په منځ کې له پرېوتې الوتکې څخه لمبې او لوګي خېژي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يوه پوځي قوماندان په حواله ويلي دي چې د ۱۷ کسانو مړي يې موندلي او د وژليو شمېر زياتېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG