د افغانستان د ننګرهار ولايت د والي دفتر وايي په حصارک ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپي شوي دي.
د ولايت د رسنيوو مرکز د جولایي پر څلورمه په خبرپاڼه کې ويلي چې تر نښتو وروسته د افغان پوځ په عملياتو کې ماينونه له منځه وړل شوي او د طالبانو د وسلو يو زیرمتون یې نیولی دی.
طالبانو چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې يې بریدونو ته زور ورکړی، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.