د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې راته نوکرۍ پخې کړي: عارضي ګمارل شوي ډاکټران


ډاکټران پر هړتال بوخت دي. انځور- ارشیف

په خیبرپښتونخوا کې په عارضي توګه ګمارل شويو یا اېډهاک ډاکټرانو ویلي، حکومت دې ورله د نوکریانو پخولو او د تنخواګانو پر وخت ورکولو غوښتنې ومني، ګنې نو هغوی به په احتجاج لاس پورې کړي.

د اېډهاک ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر محمد عثمان د جولای پر درېيمه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د کورونا وایرس وبا پر مهال شاوخوا ۱۱۰۰ ډاکټران د شپږو میاشتو لپاره په عارضي توګه په کار ګمارلي وو چې پکې دا مهال ۸۰۰ پر دندو پاتې شوي دي.

نوموړی وايي چې په دې ډاکټرانو کې ګڼو ته د ډیوټۍ له وجې کورونا وایرس ولګېدی او پکې د وایرس له وجې دوه ډاکټران مړه او د ۱۶۰ ډاکټرانو کورنۍ متاثره شوې خو حکومت یې بیا هم د نوکریو پخولو او تنخواګانو پر وخت ورکولو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

هغه وړاندې وايي: "موږ غواړو چې نوکریانې مو پخې شي ځکه چې موږ د پولیو مهم او د کورونا وایرس وبا پر مهال هم ډیوټیانې کوو. موږ ته د صحت وزیر ویلي و چې کله انتخاباتو ته وخت نيږدې شي نو تاسو به مستقل کړو، خو دا خبره یې په لیکلې بڼه نه ده راکړې."

هلته د جولای پر دویمه په پېښور کې اېډهاک ډاکټرانو خبري غونډه وکړه او ویې ویل چې حکومت هغوی ته په درېيم ځل د شپږو میاشتو لپاره قراردادونه ورکړي خو باید چې دا ډاکټران له ګمارل کېدو وروسته د لومړیو شپږو میاشتو وروسته مستقل کړل شوي وای.

له دې ډاکټرانو سره په خبري غونډه کې د خیبرپښتونخوا د ټولو ډاکټرانو اتحادیې پرووېنشل ډاکټرز ایسوسي ایشن مشرانو هم برخه اخیستې وه.

د دې اتحادیې مشر ډاکټر زبیرظاهر مشال راډیو ته وویل چې حکومت د صحت ادارو او روغتونونو د شخصي کولو په ګډون یو شمېر داسې اقدامات کوي چې له وجې یې د ډاکټرانو ستونزې زياتې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، که حکومت د اېډهاک ډاکټرانو غوښتنو ته پام ونکړ نو هغوی به د پولیو ضد په مهم کې د برخې نه اخیستو ترڅنګ له هغوی سره په احتجاج کې هم شامل شي.

هغه وايي: "چې له کله نه دا حکومت راغلی دی نو د ډاکټرانو مسلې زیاتې شوي دي. حکومت د صحت ادارو د شخصي کولو او دغسې د نورو اقداماتو له لارې د روغتیا کارکوونکي تنګوي."

د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۹ز کال کې د ضلعي او علاقايي صحت محکمو لپاره نوی قانون راوړی و چې پکې د روغتونونو شخصي کول شامل و. خو ډاکټرانو د دې پر ضد احتجاج کړی وو او ویلي يې وو چې له دې اقدام سره به د دغو هسپتالونو ډاکټران سرکاري پاتې نه شي.

ډاکټر زبیر ظاهر دا هم وویل چې د ایډهاک ډاکټرانو غوښتنې یې صحت او خزانې وزارتونو ته وړاندې کړي دي خو څه ځواب ورته نه دی ورکړل شوی.

خو بیا د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د صحت د قایمه کمیټۍ او د واکمن تحریک انصاف ګوند غړي لیاقت علي خان مشال راډیو ته وویل چې په عارضي توګه اخیستل شويو ډاکټرانو خپلې ستونزې لا تر اوسه دوی ته نه دې وړاندې کړي خو حکومت د دغو ډاکټرانو قربانۍ ستايي او پوره هڅه کوي چې د ټولو ډاکټرانو مسلې پر وخت ختمي کړي.

هغه وايي: "ډاکټران د ضلعي او علاقايي صحت محکمو د شخصي کولو خلاف وو خو اوس غواړي چې دا کار وشي. د مستقله ډاکټرانو راتلونکی موږ کله هم له مشکلاتو سره نشو مخامخ کولای خو که په عارضي توګه کومه مسله راځي نو په هغې کې هم داسې نه ده چې حکومت به ځان ته ګټه وباسي."

د خیبر پښتونخوا حکومت د روان مالي کال ۲۰۲۱م او ۲۰۲۲م لپاره څه د پاسه ۱۱ سوه اربه روپو بودیجه منظور کړه چې پکې یې د عارضي ملازمینو لپاره په مراعاتو یا په اېډهاک ریلیف الاونس کې ۱۰ في صده زیاتوالې کړی دی او دغسې ډاکټرانو ته د تنخواګانو ورکولو په ګډون د صحت د بېلا بېلو منصوبو لپاره یې څه د پاسه ۲۱ اربه روپۍ بیلې کړې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG