د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جمهوري غورځنګ سوات کې جلسه کوي


د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) پلویان په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته د لاریون پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ ۱۹مې انځور.
د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) پلویان په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته د لاریون پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ ۱۹مې انځور.

پاکستان جمهوري تحریک وايي، د جولای پر څلورمه به د حکومت له اجازې پرته په سوات کې جلسه کوي.

دوی وايي، د ایین او قانون په چوکاټ کې دننه احتجاج کول یې جمهوري حق دی او دوی به له دې په هېڅ صورت نه په شا کېږي.

په سوات کې د جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې یو ځايي مشر عمر عزیز د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته وویل:" د جلسې لپاره تیاریانې په بهترین انداز کې پر مخ روانې دي، دا به یوه تاریخي جلسه وي ځکه چې ټولو ګوندونو ورته زیات محنت کړی دی."

د سوات ضلعې انتظامیې ویلي چې د امنیتي اندېښنو او کورونا وایرس ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي په خاطر پاکستان جمهوري تحریک يا پي ډي اېم ته د دې جلسې اجازه نه ورکوي.

دا لومړی ځل دی چې له پي ډي اېم څخه د پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند له وتلو وروسته ياد سياسي اتحاد جلسه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG