د لاسرسي ځای

تازه خبر

له منځني ختیځه په رخصتۍ کور ته تللو پاکستانیانو روزګار په خطر کې دی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د منځني ختیځ په ځینو هیوادونو کې کارکوونکي پښتانه وايي، په رخصتۍ پاکستان ته له تګ وروسته هلته بند پاتې دي ځکه چې هغه هېوادونه چې د کورونا کوم ډول واکسینونه غواړي، هغه په پاکستان کې نشته.

دوی وايي، د منځني ختیځ هېوادونه ترې د اسټرازېنیکا، بایو اېنټېک/فايزر او موډرنا واکسینو کارتونه غواړي خو دوی یې ورته نه شي ورکولی ځکه چې په پاکستان کې د چین جوړ ساینوفام، کنسینو بایو او ساینوویک واکسین خلکو ته ورکول کېږي. پښتانه مساپر وايي، د منځني ختیځ هیوادونه چینايي واکسین نه قبلوي.

د باجوړ محمد اسلام د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل، هغه په سعودي عرب کې کار کاوه او اوس له ۱۰ میاشتو راهیسې په پاکستان کې بند پاتې دی ځکه چې سعودي ترې د اسټرازېنیکا واکسین کارت غواړي او دا واکسین په پاکستان کې نشته.

هغه وايي: "زه په اسټرازېنیکا واکسینو پسې ډېر وګرځېدم خو دا په پاکستان کې نه ملاوېږي. دلته یوازې د چین واکسین شته او هغه سعودي نه مني، زه نه پوهېږم چې څه وکړم؟ زه یو مزدورکاره سړی یم او چې له کله نه دلته راغلی یم او بند پاتې یم نو د لاکونو روپو تاوان مې کړی او پوروړی شوی یم."

پاکستان زیاتره په چین کې پر جوړو شويو واکسینو تکیه کوي خو په پېښور کې د لېډي ریډنګ روغتون ویاند ډاکټر محمد عاصم د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل، له هغوی سره فایزر او بایو اېنټېک واکسین هم شته خو د هغو واکسینو لپاره حکومت قواید جوړ کړي دي. هغه وړاندې وویل:

"موږ دا مهال د اسټرازېنیکا واکسینو په ترلاسه کولو کې ستونزې لرو خو د فایزر کمپنۍ بایو اېنټېک واکسین راسره شته. هغه کسان چې په بهرنیو هیوادونو کې کار کوي او هلته چینايي واکسین نه منل کېږي نو داسې کسان د خپل پاسپورټ او هغه هیواد ته د اخیستي ټکټ په ښودلو کولی شي، زموږ نه د فایزر کمپنۍ واکسین ترلاسه کړي."

په سلګونو هغو کسانو چې په منځني ختیځ کې کار کوي او اوس په پاکستان کې بند پاتې دي، د جولای پر لومړۍ نېټه یې په اسلام اباد کې د واکسینو د مرکزي دفتر مخې ته مظاهره هم وکړه.

رویټرز اژانس سره د خبرو پر مهال ځینو کسانو مشال راډیو ته وویل، د واکسینو د نه ترلاسه کېدو له وجې یې په بهرنیو هیوادونو کې روزګارونه په خطر کې لوېدلي دي.

خو د خیبر پښتونخوا د روغتیا د ادارې سېکرټري امتیاز حسین شاه د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل، حکومت د موډرنا واکسینو ۲۵ لاکه خوراکونه ترلاسه کړي چې ورسره به د مساپرو مسله هواره شي.

هغه وايي: "موږ موډ‌رنا واکسین ترلاسه کړي کوم چې په ټوله نړۍ کې منل کېږي، موږ په لویو ښارونو کې دا واکسین مرکزونو ته ورکړي او خلک یې ترلاسه کولی شي."

نوموړی وايي، تر دې وړاندې د اسټرازېنیکا واکسینو ۱۴۰ زره نه زیات خوراکونه هم له هغوی سره موجود ول ،خو هغه ختم شول او نوي یې نه دي ترلاسه کړي.

ده وویل، مساپر دې د واکسینو په اړه په منفي اوازو غوږ نه ږدي او پر وخت دې واکسین کوي نو له ستونزو سره به نه مخ کېږي.

په پاکستان کې د کورونا د څار او کنټرول ادارې د معلوماتو له مخې د جولای درېيمې نېټې پورې ټول ټال ۱۶ مېلیونه اووه لاکه او ۱۴ زره نه زیات خوراکونه واکسین خلکو ته ورکړل شوي. په دې کې ۳۲ لاکو خلکو د کورونا دواړه خوراکونه واکسین اخېستي او ۱۳ نیم میلیونو خلکو د کورونا واکسینو لومړی خوراک ترلاسه کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG