د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: پاکستان سعودي عرب ته الوتنې وځنډولې


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پاکستان حکومت سعودی عرب ته خپلې ټولې الوتنې ځنډولې او د دسمبر پر ۲۱مه یې هم هغه هېواد ته تلونکي ۱۸ پروازونه ودرول.

سرکاري رسنۍ د پاکستان انټرنیشنل ایېرلاینز (پي ای اې) په حواله وايي، حکومت دغه ګام د کورونا وایرس دویمې څپې مخنیوي لپاره اخېستی دی.

د پي ای اې ویاند ویلي چې سعودي ته تلونکي مسافر د پروازونو تر بحالېدو وروسته تللی شي.

د مټې شوکدر تاثیرخان پر ۲۲م دسمبر (سبا) سعودي عربو ته روان وو، د پروازونو په ځنډېدو خپه دی: "ټکټ راباندې تاوان شو، د ویزې او ټکټ پیسې یې پور کړې وې. اوس بیرته کور ته هم نه شي تلی، خدای په اماني ورسره کړې وه، کور ته په ورتللو شرمېږو."

د سعودي پریس ایجنسۍ (اېس پي اې) د خبر ترمخه، سعودي عرب هم د کورونا وایرس د دویمې څپې له وجې دغه هېواد ته ورتلونکې الوتنې، د ځمکې او سمندر له لارې ورته کېدونکي سفرونه تر یوې اوونۍ ځنډولې دي.

په بیان کې راغلې که یې اړتیا وه ځنډېدل غځولی شي خو هغه پروازونه چې د سعودي عرب نه دي او هغلته موجود دي د الوتنو اجازت لري.

هغه خلک چې د ډېسېمبر پر ۲۱مه او یا یې په راتلونکې یوه هفته کې سعودي ته سفر کاوه، اندېښمن هم دي چې اوس به دوی کله او څنګه هلته درومي، ځکه چې ټکټونه یې هم اخیستي ول او ویزې هم ورته لګېدلې وې نو ایا د پروازونو ځنډېدل به ورته مالي زیان ورسوي او که څنګه؟

عدنان خان د جې اینډ ډي مین پاور ټرېول اېجنسۍ شوکدر مشر دی.

دی وايي، د الوتنو له ځنډېدو سره ټکټونه خود په خوده کېنسل شي او چې الوتنې بیرته پرځای یا بحال شي نو ټکټونه هم ورسره بحالېږي.

د ده په وینا، "په دې کې د پرېشانۍ خبره نشته. د ټکټونو پیسې هېچېرته نه ځي."

له ټولې پښتونخوا به هره ورځ څومره کسان سعودي عرب ته ځي، دا معلومات و نه شو، خو د شوکدر غوندې وړوکي ښارګوټي کې تر ۱۰۰ زیاتې ټرېول ایجنسۍ دي، د دغه ټرېول ایجنسیو د اتحادیې جنرل سیکرټري واجد خان وایي، چې هلته هره ورځ له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ پورې ټکټونه د عرب هېوادونو لپاره خرڅېږي چې پکې تر ټولو زیات د سعودي عرب لپاره وي.

XS
SM
MD
LG