د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلي الوتکو په درېیم ځل پر غزه بمبار وکړ


د برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلې راپورونه تر اوسه نه دي ورکړل شوي.
د برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلې راپورونه تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

اسراییلي جنګي الوتکو بېګا شپه په غزه کې د حماس وسله والې ډلې د وسلو جوړولو یو مرکز په نښه کړی دی.

اسراییلي پوځ د جولای پر دویمه نېټه سهار وویل چې دا حمله یې د حماس لخوا پر دوی د اورینو پوکاڼیو تر ویشتلو وروسته کړې.

د برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلې راپورونه تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

دا په مې کې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې ترمینځ د ۱۱ ورځنۍ شخړې تر ختمېدو وروسته د اسراییلو لخوا پر غزه دریم برید دی.

دغه ټول بریدونه د حماس ډلې وسله والو لخوا پر اسراییلو د اور لګوونکیو پوکاڼیو تر وېشتلو وروسته وشول. دغو پوکاڼیو د اسراییلو کرهڼیزو پټیو کې اور لګولی وو.

مصري او نړیوال منځګړي په داسې حال کې د دواړو خواوو ترمینځ د رسمي اوربند لپاره کوښښونه کوي چې مخکې د یوې غیر رسمي ډزبندۍ په نتیجه کې د اسراییلو او حماس ترمینځ جګړه ختمه شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG