د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وژل شويو قازقستانیو داعشیانو د کورنیو ژوند


د وژل شويو قازقستانیو داعشیانو د کورنیو ژوند
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:33 0:00

په شام او عراق کې د داعش له ماتې وروسته قازقستان د وژل شویو داعشیانو په لسګونو کونډې او یتیمان خپل هېواد ته ستانه کړي. ملګري ملتونه وايي، اوس هم په شام او عراق کې د داعش وسله والو د کورنیو شاوخوا ۶۴۰۰۰ کسان په کېمپونو کې دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي. په داسې حال کې چې زیاتره اروپايي هېوادونه د داعشیانو کورنۍ خپلو هېوادونو ته له ستنولو ډډه کوي، قازقستان له ۲۰۱۹ز راهیسې تر اوسه د داعشیانو د وژل شویو یا نیول شویو وسله والو د کورنیو له ۷۰۰ زیات غړي خپل هېواد ته ستانه کړي چې پکې یې تر ۴۰ کسان په جیل کې اچولي او نور یې په بحالۍ مرکزنو کې تر څه مودې ساتلو خوشي کړي دي. د مشال راډیو د خبر د مرکزي څانګې په دې رپورټ کې د داعش د یو وژل شوي وسله وال د کونډې حال کتلی شئ چې منورشاه یې درته وړاندې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG