د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسیا کې د کورونا نوې بڼې اندېښنې راټوکولې


په داسې حال کې چې په اسیايي هېوادونو کې د ډېلټا په نوم د کورونا وایرس د بڼې پېښې په زیاتېدو دي، بنګلا دېش له ننه ټولبند عملي کړی دی.

د کورونا وایرس هندۍ یا ډېلټا بڼه د نورو هغو پرتله په تېزۍ خپرېږي. په عین حال کې انډونیشیا هم د وبا کنټرول لپاره بیړڼي اقدامات کړي دي. په بنګلا دېش کې د ټولبند عملي کولو لپاره پوځ او پولیس سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

په ۱۶۸ میلیونه ابادۍ لرونکي هېواد کې دوکانونه او دفترونه تړل شوي. په زیات نفوس لرونکي او بې وزله هېواد بنګلا دېش کې د ټولبند له وجې د اقتصادي زیان اندېښنې دي چې پکې د کورونا وایرس د نوې بڼې زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

په بنګلا دېش کې واکسیني بهیر هم ورو دی. په انډونیشیا کې د کورونا وایرس د پېښو له زیاتېدو سره سم، قانون پلي کوونکې ادارې سر له سبا بیړني اقدامات کوي.

په انډونیشیا کې د جون له لومړۍ راهیسې تقریباً بشپړ ټولبند دی. په عین وخت کې تایلینډ هم نوي محدودیتونه اعلان کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG