د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر: په يو کور کې له چاودنې د ۵ کسانو وژنې وروسته د خلکو مظاهره


تر چاودنې وروسته ځايي خلک د مرستې لپاره راغونډ شوي دي
تر چاودنې وروسته ځايي خلک د مرستې لپاره راغونډ شوي دي

په خیبر کې لسګونو سیاسي او مدني فعالانو تر هغې وروسته مظاهره پیل کړې چې د جون پر ۲۹مه ماښام مهال په یوه کور کې شوې چاودنې د یوې کورنۍ۵ کسان ووژل او ۵ نور یې ژوبل کړل.

د ځايي‌خلکو او چارواکو په خبره چاودنه د راکټ له هغې ناچاوديدلې مرمۍ شوې چې ماشومانو له نيزدي غرونو راوړی او غوښتل یې کباړ ترې جوړ کړي. د جون پر ۳۰مه مظاهره کوونکو د لواړګي په چروازګۍ کې افغانستان ته تلونکی سړک تړلی وو.

دوی غوښتنه کوله چې حکومت دې پلټنې وکړي چې په سیمه کې د ماین پاکۍ پر دعوو سربېره ولې ناچاودلې مرمۍ موندل کېږي. د پاکستان پوځ په فرورۍ کې ويلي وو چې په ګڼو سیمو کې یې ماينونه پاک کړي او په ډېرو کمو پاتې ځايونو کې کار روان دی.

د خيبر ضلعې مرستيال کميشنر ارشد منصور او د پوليسو مشر (ډي پي او) وسيم رياض د مظاهرو ختمولو لپاره د خلکو سره خبرو لپاره ورغلي وو. دوی خلکو ته باور ورکړ چې غوښتنې به یې ومنل شي. تر دې وروسته خلکو تر سبا (جولای لومړۍ نېټې) پورې خپل احتجاج وځنډاوه.

د خيبر پولیسو او د ۱۱۲۲ په نوم د ژغورنې ادارې چارواکو د جون په ۲۹مه مشال رېډیو ته ویلي چې دا چاودنه پرون ماښام څه باندې شپږ بجې د لواړګي په تاتاره سیمه کې په یوه کور کې وشوه.

د ژغورنې ادارې، ۱۱۲۲ ویاند مقصود عالم اپرېدي تېره شپه مشال راډیو ته وویل: ((موږ ته ټيليفون وشو. سمدستې مو څلور امبولانسونه ورولېږل. زخميان مو حیات اباد ميډيکل کمپلیکس ته ليږلي دي.))

د لواړګي تاڼې ایس ایچ او شریف ملاګوري مشال رېډيو ته وويل چې د کور خاوند ۴۰ کلن شفیق اپرېدی د لواړګي په بازار کې د لاس ګاډي مزدروي کوي او د پېښې پر وخت په کور کې موجود نه وو.

ځايي خلکو مشال رېډيو سره په خبرو کې له حکومته غوښتنه کړې چې له خوا او شا غرونو دې ناچاوديدلي مواد ليري کړي. د لواړګي هجرت علي اپریدي وويل: (( پر دې پيښه ځايي خلک ډير اندیښمن دي. په دې کور کې داسې حالت وو چې چا ورته کتلی نه شول. پکار ده پوره پلټنې یې وشي او له غرونو دا قسم مارټرګولۍ او ماینونه پاک کړل شي.))

تیره شپه ۱۲ بجې په دې پیښه کې د مړو شو کسانو جنازې وشوې او تاتاره سیمه کې خاورو ته وسپارل شول. د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا محمود خان پر دې پېښه غمرازي ښودلې او پولیس او امنیتي ادارو ته يې امر کړی چې د دغې پیښې کره پلټنې دې وکړي. بلخوا ایف سي ځواک او پولیس چارواکي وايي د پیښې پلټنې یی پیل کړي او له متاثره شوې کورنۍ سره به هر ډول مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG