د کرکټ نړيوالې شورا (ایي سي سي) اعلان کړی چې د کرکټ ۲۰ اووريز نړيوال کپ به د روان ۲۰۲۱ کال د اکتوبر له ۱۷مې نېټې څخه په متحده عرب اماراتو او عمان کې تر سره کېږي.
دې شورا مخکې ويلي وو چې د کرکټ د ۲۰ اووريز نړيوال کپ لوبې به په هند کې کېږي خو پرون يې اعلان وکړ چې هلته د کورونا وبا زياتو پېښو ته په کتو به دا سيالۍ په دوبۍ، ابوظهبۍ، شارجه او عمان کې کېږي.
د شورا په وينا د جام کوربه به بيا هم هند وي او فاینل به د نومبر پر ۱۴مه نېټه کېږي.