د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ کلنی بجټ منظور کړ


د پاکستاني پارلمان ودانۍ
د پاکستاني پارلمان ودانۍ

د پاکستان قامي اسمبلۍ د ۲۰۲۱ ـــ۲۰۲۲م مالي کال لپاره د ۸۴۸۷ (اته زره څلور سوه اووه اتيا) اربه روپيو بجټ منظوري ورکړه.

دا بجټ د جون پر ۱۱مه د پاکستان د خزانې وزير شوکت ترين وړاندې کړی وو چې وروسته پرې په قامي اسمبلۍ کې د حکومت او حزب اختلاف غړيو بحثونه وکړل او ترميمي سپارښتنې يې وکړې.

د شوکت ترین په وینا چی له یو زر سي سي اينجن لرونکو ګاډو څخه به کم ټیکسونه اخیستل کیږي، په میډیکل بيلونو لګیدلي ټیکسونه واپس اخیستل شوي، په شيدو او نورو خوارکي او ځینو غیر خوراکي شیانو به پر ټیکسونو کې اضافه نه کیږي. همداراز د هغه په وينا د ځمکو په اخیستو او خرڅولو به ټيکس له ۲۵ فېصده څخه پينځلسو فېصدو ته راټيټ شوی دی.

شوکت ترین د بجټ د شمېرو د وړاندې کولو تر څنګ پر اپوزیشن تنقيد وکړ چې يوازې منفي شيان ويني او د ده په خبره د حکومت "عوام دوسته بجټ" هم ورته بد ښکاري.

خو د حکومت مخالفه ګوندونو غړو وويل چې په بجټ‌ کې د دوی سپارښتنې له پامه غورځول شوې دي. د بجټ له منظورۍ وروسته اپوزیشن سياستوالو احتجاج هم وکړ او وې ويل چې حکومت په بجټ کې د ولس ستونزې له پامه غورځولي دي.

د بجټ په دې اجلاس کې په پارلمان کې د اپوزیشن مشر میا شهباز شریف پخپله موجود نه وو، البته د ګوند غړو یې د بجټ د منظورۍ په وخت په حکومت بیا بیا تنقید وکړل. د دغه ګوند یو مشر خواجه اصف اول پر حکومت د انتقامي سياست تور پورې کړ خو حکومتي غړو په خپلو ويناوو کې دا رد کړه.

XS
SM
MD
LG